د ارزاقو امارتي شرکت اړوند د آسیا مارکېټ د بیارغونې چارې په چټکۍ روانې دي

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۳ - ۱۵:۳۲
K

د امارتي شرکتونو لوی ریاست اړوند د ارزاقو امارتي شرکت په ملکیت کې د آسیا سوداګریز مارکېټ د بیارغونې او ترمیم چارې په چټکۍ او منظم ډول روانې دي.

د ارزاقو امارتي شرکت د املاکو آمریت د معلوماتو له مخې؛ آسیا سوداګریز مارکېټ د کابل ښار د درېیمې ناحیې د میرویس میدان (کوټې سنګي) په سیمه کې موقعیت لري. دغه څلور پوړیز مارکېټ د ۹۶۰ متره مربع ځمکې پر سر جوړ شوی، چې په لومړي پوړ کې یې د برېښنایي وسایلو پلورنځي، په دویم او درېیم پوړونو کې د دغو وسایلو د ترمیم مرکزونه او په څلورم پوړ کې هوټل فعالیت کوي.

د املاکو آمریت انجنیر عبیدالله کریمي وویل، د شرکت له لوري د یاد مارکېټ د بیارغونې چارې د تخنیکي معیارونو له مخې په منظم ډول روانې دي. د نوموړي په وینا، غیرمعیاري غرفې لرې شوې او د مارکېټ د داخلي جوړښت له مخې په معیاري ډول بیا تنظیم شوې دي.

هغه زیاته کړه، چې د مارکېټ د بام د اوبو ایستلو سیستم ترمیم، د روشندانونو، کټارو، پیزارو، سرامیک‌کارۍ، د زینو د ډبرو نصب او د اوبو رسولو سیستم د بیارغونې چارې هم پر مخ روانې دي.

د ده د معلوماتو له مخې؛ تر اوسه د دویم او درېیم پوړ د سرامیک‌کارۍ، کټارو نصب، پیزارو او پلاسترکارۍ چارې بشپړې شوې دي او پاتې رغنیزې چارې به هم په نږدې راتلونکي کې بشپړې شي.

د هغه په خبره، د دغو رغنیزو چارو له بشپړېدو وروسته به د مارکېټ ظاهري بڼه لا معیاري شي، هټیوالو ته به غوره اسانتیاوې برابرې شي او د اقتصادي فعالیتونو د پراختیا او د عوایدو د زیاتوالي زمینه هم برابره شي.

د شرکت د املاکو مسوولین وایي، آسیا سوداګریز مارکېټ د تېر کال په وروستیو کې د قراردادي شخص څخه بېرته د ارزاقو امارتي شرکت واک ته وسپارل شو. د دوی په وینا، اوس مهال د مارکېټ ټولې سوداګریزې چارې د شرکت تر مستقیم مدیریت لاندې پر مخ روانې دي، چې د شرکت د عوایدو په زیاتوالي او د مالي چارو په لا منظمېدو کې به مهم رول ولوبوي.

د شرکت د مسوولینو په خبره؛ په آسیا سوداګریز مارکېټ کې شاوخوا ۱۸۰ هټۍ او غرفې شتون لري، چې دا مهال د بېلابېلو سوداګریزو فعالیتونو لپاره کارول کېږي او لسګونو هېوادوالو ته یې د کار زمینه برابره کړې ده.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۴ - ۱۴:۳۹
Background image

ارزاقو امارتي شرکت د سمنګان پوهنتون لیلیې ته ۱۳ قلمه خوراکي توکي ولېږدول

 تېره ورځ د سمنګانو ولایت د ارزاقو مدیریت له لوري د دې ولایت د پوهنتون لیلیې ته ۱۳ قلمه اړین خوراکي توکي ولېږدول شول.

د سمنګانو ولایت د ارزاقو مدیر محمدجان فایز په رالېږلي معلوماتو کې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۴ - ۱۴:۲۶
Background image

په ارزاقو امارتي شرکت کې دوه تنه کارکوونکي وګمارل شول

 د امارتي شرکتونو لوی ریاست اړوند د ارزاقو امارتي شرکت په دوو خالي پنځم بستونو کې دوه تنه وړ او مسلکي کارکوونکي وګمارل شول او خپلې دندې یې په رسمي توګه پیل کړې.

هغه مراسم، چې د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۴ - ۱۳:۵۷
Background image

د ارزاقو او د افغانستان د نفت او ګاز امارتي شرکتونو ترمنځ د دوه اړخیزې همکارۍ تړون لاسلیک شو

د امارتي شرکتونو لوی ریاست اړوند د ارزاقو امارتي شرکت او د افغانستان د نفت او ګاز امارتي شرکت ترمنځ د سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې د دوه اړخیزې همکارۍ تړون لاسلیک شو.

دغه ۲۳ ماده ئیز. . .

BACK TO NEWS

Latest

LatestShow all