د داوطلبۍ خبرتیا
Publish Date
Closing Date
ارزاقو امارتي شرکت په پام کې لري، چې یو عدد ترکي ټرانسفارمر له ۷ قلمه برېښنايي (برقي) تجهیزاتو سره د پل څرخي په ګدامونو کې نصب کړي او دغه پروژه د داوطلبۍ له لارې اعلان ته سپارل کېږي.
هغه شرکتونه، چې په دې برخه کې تجربه ولري کولی شي، د ارزاقو امارتي شرکت ته، چې د کابل ښار په درېیمه ناحیه کې د مرکزي سیلو ترڅنګ موقعیت لري مراجعه وکړي.
د شرطپاڼې د ترلاسه کولو موده له ۴ ذی الحجة۱۴۴۷ هـ. ق چې د ۳۱ غويي۱۴۰۵ هـ. ل سره برابره ده، پیل او تر ۱۷ذی الحجة ۱۴۴۷ هـ. ق چې د ۱۳ غبرګولي۱۴۰۵ هـ ل سره سمون لري دوام کوي.
غوښتونکي کولی شي، په ټاکلي مودې مراجعه او شرطپاڼه په فزیکي ډول یا د فلش ډسک له لارې ترلاسه کړي.
ناوخته رسېدلي آفرونه به د اعتبار وړ نه وي.
د آفر ګشایۍ نېټه:
۱۳ غبرګولي ۱۴۰۵ هـ ش چې د ۱۷ ذی الحجة ۱۴۴۷ هـ ق سره سمون لري، د ماسپښین په ۲:۰۰ بجو د ارزاقو امارتي شرکت د غونډو په تالار کې ترسره کېږي.
غوښتونکي د لا زیاتو معلوماتو د ترلاسه کولو په موخه لاندې شمېرې سره اړیکه ونیسي. 020-2510648
