د داوطلبۍ خبرتیا؛
Publish Date
Closing Date
د امارتي شرکتونو لوی ریاست اړوند د ارزاقو امارتي شرکت د خپلو مرکزي او ولایتي دفترونو لپاره (۹) قلمه ټکنالوژیکي وسایلو( کمپیوټر، پرنټر او ...) ته اړتیا لري. په دې توګه له ټولو هغه لوجستیکي او سوداګري شرکتونه، چې په یاده برخه کې تجربه او مالي توانمندي ولري کولی شي، د ارزاقو امارتي شرکت ته، چې د کابل مرکز، درېیمه ناحیه د مرکزي سیلو ترڅنګ موقعیت لري، له ۲۱ د صفر نېټې څخه، چې د زمري یا اسد ۱۳ مې نېټې سره سمون خوري تر ۰۴ ربیع الاول، د زمري ۲۶ نېټې پورې د شرطپاڼې د ترلاسه کولو لپاره مراجه وکړي. د افر تضمین په بانکي ډول د منلو وړ دی.
د افر ګشايي نېټه: ۲۶ د زمري (اسد) مخکې له غرمې ۱۰:۰۰ بجې
نوټ: ناوخته رسیدلي او انټرنیټي افرونه د قبول وړ نه دي.
