د ارزاقو امارتي شرکت د اجرائیوي رئیس د مبارکۍ پیغام!

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۴ - ۱۱:۵۸
E

د نېکمرغه کوچني اختر په مناسبت؛ د ارزاقو امارتي شرکت د اجرائیوي رئیس د مبارکۍ پیغام!

د کوچني اختر د رارسیدو په مناسبت تاسو ټولو هېوادوالو ته د زړه له کومي مبارکي وړاندې کوم. الله تعالی دې وکړي، چې د دې بختور اختر له برکته په هېواد کې د یووالي، ورورولۍ، یو بل منلو اصل پیاوړي کړي، له هېواده د نفاق او شقاق تخم له رېښو وچ کړي او دغه راز له هېواده د بېوزلۍ او فقر ټغر لرې او ځای یې د هوساینې، سوکالۍ، اقتصادي پیاوړتیا، ځان بسیاینې او پرمختګ لړۍ ونیسي.

درنو هېوادوالو!

کوچنى اختر د ورورولۍ، همدردۍ، همکارۍ او نېکمرغۍ نښه ده، چې دغو رازونو ته رسیدل یوازې او یوازې په خپلو کې منسجم کېدل، له زړونو کینې، نفرتونه او دښمني لرې کولو سره ترسره کېدلای شي. نو الله تعالی دې موږ سره د خپلو عملونو په سمون او د ټولنې په جوړولو کې مرسته وکړي.

راځئ قدرمنو هېوادوالو! د اختر دغه خوږې شیبې له خپلو هېوادوالو سره د مینې او محبت په فضاء کې ولمانځو او د بېوسو هېوادوالو لاسنیوی وکړو، چې ژوند مو له پوره نېکمرغۍ او خوښیو ډک او په دیني انوارو منور واوسي.

تاسو ټولو ته یو ځل بیا د دغه نېکمرغه اختر مبارکي وایم، اختر مو بختور شه!

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۱۵:۳۲
Background image

د ارزاقو امارتي شرکت د اجرائیوي کمېټې ناسته ترسره شوه

د ارزاقو امارتي شرکت د اجرایوي کمېټې نوبتي ناسته د تېرې پنجشنبې په ورځ د شرکت د غونډو په تالار کې ترسره شوه، چې مشري یې د شرکت د مالي او اداري چارو رییس مولوي مطیع الله مجروح کوله.

په. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۱۵:۲۲
Background image

د ارزاقو امارتي شرکت د خالي بستونو لپاره د مرکه یي آزموینې بهیر ترسره شو

د ارزاقو امارتي شرکت مرکزي دفتر د دوو څلورم بستونو او د کاپیسا ولایت د ارزاقو مدیریت اړوند د یوه پنځم بست د ډکولو په موخه څه موده وړاندې تحریري آزموینه اخیستل شوې وه. د یادې آزموینې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۱:۳۱
Background image

د پروان او کونړ پوهنتونونو لیلیو ته خوراکي توکي ولېږدول شول

ارزاقو امارتي شرکت د خپلو بنسټیزو فعالیتونو، خدمتونو او سوداګریز پلان له مخې؛ د پروان پوهنتون او د کونړ سید جمال‌الدین افغاني پوهنتون لیلیو ته خوراکي توکي لېږدولي دي.

د ورکړل شوو. . .

BACK TO NEWS

Latest

LatestShow all