د ارزاقو امارتي شرکت اجرائیوي رییس غزني ولایت ته سفر وکړ
د امارتي شرکتونو لوی ریاست اړوند د ارزاقو امارتي شرکت اجرائیوي رییس مولوي عبدالرازق رفیع د تېرې پنجشنبې په ورځ غزني ولایت ته سفر وکړ.
د دغه سفر موخه د شرکت د اداري چارو، د اړوندو جایدادونو د وضعیت ارزونه او له شته ستونزو څخه د نږدې لیدنې او څېړنې له لارې د حل لپاره د لازم اقداماتو ترسره کول وو. په دغه سفر کې د شرکت سکرتر رحماني عمیر هم ملتیا کوله.
مولوي عبدالرازق رفیع په غزني ولایت کې د ارزاقو مدیریت له بېلابېلو اداري چارو څخه لیدنه او کتنه وکړه. له هغه وروسته یې د غزني د ارزاقو له لوی مدیر قاري عبدالباسط ابو طارق سره یو ځای د مقر ولسوالۍ ته سفر وکړ او د شرکت اړوند هغه جایداد یې له نږدې وکوت، چې پر وړاندې یې ستونزه رامنځته شوې وه.
نوموړي د یادې ستونزې په اړه د مقر ولسوالۍ له مسوولینو سره خبرې وکړې او اړوند معلومات یې ترلاسه کړل. وروسته یاده موضوع د مقر ولسوالۍ د امنیه قوماندان، ولسوال، د استخباراتو مدیر او ښاروال په شتون اوګډه همکارۍ د هر اړخیز بحث لاندې وڅېړل شوه.
د بحث په پایله کې پرېکړه وشوه، چې د شرکت په جایداد باندې جوړ شوي دوکانونه، چې له قانوني اسنادو پرته جوړ شوي دي، باید د دولت په ګټه په کرایه ورکړل شي. همداراز، د یادو مسوولینو له لوري د ارزاقو امارتي شرکت اجرائیوي رئیس ته د موضوع د حل په برخه کې د هر ډول همکاریو ډاډ ورکړل شو.
په همدې توګه د ارزاقو امارتي شرکت اجرائیوي رییس د غزني ښار په مرکز کې د درې پوړیز سوداګریز مارکېټ د جوړېدو له چارو څخه هم لیدنه وکړه. نوموړي د یاد مارکېټ د جوړېدو بهیر له نږدې وکوت او څرګنده شوه، چې د پروژې چارې د بشپړېدو په حال کې دي او په نږدې راتلونکي کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
په همدې سفر کې د غزني ولایت د ارزاقو لوی مدیر د شرکت اجرائیوي رییس ته په یاد ولایت کې د شرکت پورې د املاکو، اداري چارو او روانو فعالیتونو په اړه معلومات وړاندې کړل او په اړوندو برخو کې یې یو شمېر وړاندیزونه او غوښتنې هم ورسره شریکې کړې. د ارزاقو امارتي شرکت اجرائیوي رییس د یاد سفر له پای ته رسېدو وروسته، نن ورځ بېرته خپل کاري دفتر ته راستون شو.
خدمتونو لړۍ د هېواد په ټولو ولایتونو کې روانه او د دې بهیر څارنه او ارزونه د ولایتي مدیرانو له لوري ترسره کېږي.
