د ارزاقو امارتي شرکت د اجرائیوي کمیټې غونډه؛

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۹/۲۵ - ۱۳:۴۷
1

د ارزاقو امارتي شرکت د اجرائیوي کمیټې غونډه د ارزاقو دولتي شرکت د اجرائیوي رئیس محترم مولوي عبدالرازق رفیع په مشرۍ د دغه شرکت په مرکزي دفتر کې جوړه شوه.

په دې غونډه کې چې د یاد شرکت مالي او اداري چارو رئیس ښاغلي مولوي مطیع الله مجروح، د تجارتي چارو رئیس ښاغلي محمد امین صاحب زاده او د شرکت نورو آمرین او مدیرانو هم حضور درلود، د شرکت د رهبرۍ، څارنې او ارزونې په اړه د شرکت د اړوندو مسوولینو په استازیتوب مفصل راپور وړاندې کړ. ورپسې د څانګو مسوولینو هم د خپلو دندو په اړه لازم توضیحات ورکړل.

د ارزاقو امارتي شرکت اجرائيوي رئیس د مدیریتونو د کاري راپور د اورېدو پرمهال د چارو د پرمخ بیولو په برخه کې له ترسره شویو هڅو مننه وکړه. دغه راز په ياده شوې غونډه کې د غونډې له اجنډا سره سم د اړوندو څانګو له لوري د پرمختګ او کاري وړانديزونه وړاندې شول. د ارزاقو امارتي شرکت اجرائیوي رئیس د یاد شرکت کارکوونکو ته د ورسپارل شویو دندو د ترسره کولو لپاره لازمې لارښوونې وکړې.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۴ - ۱۱:۶
Background image

د پکتیکا پوهنتون استادانو ته ۲۱ قلمه خوراکي توکي ولېږدول شول

د امارتي شرکتونو لوی ریاست اړوند د ارزاقو امارتي شرکت د خپلو بنسټیزو فعالیتونو او خدمتونو په لړ کې، د تېرې اوونۍ په ورستیو کې د پکتیکا پوهنتون مسافرو استادانو ته ۲۱ قلمه خوراکی توکي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۴ - ۱۰:۳۲
Background image

د ارزاقو امارتي شرکت اجرائیوي رییس غزني ولایت ته سفر وکړ

د امارتي شرکتونو لوی ریاست اړوند د ارزاقو امارتي شرکت اجرائیوي رییس مولوي عبدالرازق رفیع د تېرې پنجشنبې په ورځ غزني ولایت ته سفر وکړ.

د دغه سفر موخه د شرکت د اداري چارو، د اړوندو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۴ - ۱۰:۱۴
Background image

د میدان وردګو پوهنتون لیلیې ته ۱۴ قلمه خوراکي توکي ولېږدول شول

د میدان وردګو ولایت د ارزاقو مدیر سید شمس الدین اکبر وویل، چې وړمه ورځ یې د پوهنتون لیلیې ته ۱۴ قلمه خوراکي توکي لېږدولي دي.

د نوموړي په وینا؛ په دغو خوراکي توکو کې ۳۷۲ کیلوګرامه وریجې. . .

BACK TO NEWS

Latest

LatestShow all