د ارزاقو امارتي شرکت پرمختګونه او د راتلونکي لپاره نوي هیلې؛

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱/۶ - ۱۲:۱۹
office

ارزاقو امارتي شرکت د مخکنیو کلونو په څېر؛ تېر کال هم د پام وړ لاسته راوړنې او ښې پایلې درلودي. دغه شرکت د خپل مزل په اوږدو کې د پراخو پرمختګونو شاهد ؤ او خپل مسوولیتونه یې په بریالیتوب سره ترسره کړې دي.

سږ کال هم د ارزاقو امارتي شرکت په پام کې لري، چې خپلو بنسټیزو چارو او خدمتونو ته نوي پرمختګونه او پراختیاوې ورکړي، ترڅو د فعالیتونو لړۍ تر نورو ادارو پورې وغځوي او ورسوي.

ارزاقو امارتي شرکت د خپلو چارو په ترسره کولو کې بریالۍ او ګړندۍ اداره پاتې شوې ده، چې د بریالیتوب او چټکتیا لاملونه یې د غوره چوپړتیاوو وړاندې کول دي، چې له دې ډلې دولتي او خصوصي ادارو ته په وخت، لوړ کیفیت او په ارزانه توګه د خوراکي توکو د لېږد او برابرولو پروسه یادولی شو.

دغه شرکت نه یوازې په هېواد کې د ګڼو دولتي او خصوصي ادارو لپاره د خپلو فعالیتونو او خدمتونو د پراخولو نیت لري؛ بلکې غواړي چې د نوښت، چټک پرمختګ او باوري چوپړتیاوو له لارې د خپلو پیرودونکو رضایت ترلاسه او هم هېوادوالو ته کاري فرصتونه برابر کړي.

ارزاقو امارتي شرکت؛ ولس یې منلی خدمت!

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۱ - ۱۵:۲۷
Background image

 د ارزاقو امارتي شرکت فعالیتونه مخ پر وده دي

د نشراتو مدیریت

ارزاقو امارتي شرکت د خپلو اغېزمنو او پراخو خدمتونو له لارې توانېدلی، چې دولتي او غیردولتي ادارو ته اړین خوراکي توکي پر وخت او په لوړ کیفیت ورسوي. سږکال د دې شرکت د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۱ - ۱۵:۱۹
Background image

په غزني ولایت کې د ارزاقو امارتي شرکت پر ځمکه د سوداګریز مارکیټ د جوړېدو چارې روانې دي

په غزني ولایت کې د ارزاقو امارتي شرکت پورې اړوند جایداد باندې د یوې سوداګریزې پروژې د تطبیق چارې په چټکۍ سره روانې دي.

دغه پروژه د مشارکتي قرارداد له مخې؛ یوه خصوصي شرکت ته ورکړل شوې،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۱ - ۱۵:۱۰
Background image

 د کونړ سید جمال الدین پوهنتون ته ۱۰ قلمه خوراکي توکي ولېږدول شول

د کونړ د ارزاقو مدیر کریم خان کلیوال وویل، چې د تیرې ورځ یې د سیدجمال الدین افغاني پوهنتون لیلیې ته لس قلمه خوراکي توکي لیږدولي دي.

نوموړی زیاتوي، چې په یادو خوراکي توکو کې وریجې، غوړي. . .

BACK TO NEWS

Latest

LatestShow all