د ارزاقو امارتي شرکت فعالیتونه مخ پر وده دي

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۱ - ۱۵:۲۷
Office

د نشراتو مدیریت

ارزاقو امارتي شرکت د خپلو اغېزمنو او پراخو خدمتونو له لارې توانېدلی، چې دولتي او غیردولتي ادارو ته اړین خوراکي توکي پر وخت او په لوړ کیفیت ورسوي. سږکال د دې شرکت د خدمتونو کچه د تېرو کلونو په پرتله شاوخوا پنځه اتیا سلنه ښه شوې ده. دغه شرکت په دوه برخو کې فعالیت لري، چې یوه یې اساسي او بله یې غیراساسي ده.

په اساسي برخه کې شرکت د خوراکي توکو د برابرولو، ګدامدارۍ او لېږد پر خدمتونو تمرکز کوي. دا مهال ارزاقو امارتي شرکت له څلورو مهمو وزارتونو سره د خوراکي توکو د لیږد قراردادونه لري، چې پکې د کار او ټولنیزو چارو، لوړو زده کړو، پوهنې او عامې روغتیا وزارتونه شامل دي. له همدې لارې شرکت توانېدلی، چې د دولتي ادارو اړوند لیلیو، روغتونونو، روزنتونونو، تخصصي او دیني مراکزو ته د اړتیا وړ تازه او خام توکي په منظم ډول ولیږدوي.

د ترسره شویو قراردادونو له مخې؛ ارزاقو امارتي شرکت اړوندو ادارو ته له خپلو ګدامونو خوراکي توکي برابروي، د ولایتونو نماینده ګۍ ته یې لېږدوي او له هغه ځایه بیا اړوندو مسوولینو ته یې سپاري.

په غیراساسي برخه کې شرکت خپل جایدادونه د سوداګریزو سهولتونو له مخې په قرارداد او یا هم په کرایه ورکوي. د شرکت جایدادونه اوس مهال په سوداګریزو مارکیټونو، هټیو او نورو خدماتي برخو کې کارول کېږي، چې له امله یې یاد شرکت ته د پام وړ عواید جمع کېږي.

د ارزاقو امارتي شرکت فعالیتونه د هېواد په اقتصادي وده کې رغنده رول لوبولی دی، چې دغه شرکت نه یوازې د توکو لېږد باوري کړی؛ بلکې ګڼ شمېر فني او غیر فني کسانو ته یې د کار زمینه هم برابره کړې ده.

په پام کې ده، چې شرکت د خپلو خدمتونو ساحه پراخه، د خدمتونو کیفیت نور هم لوړ کړي او نورې ادارې هم د خپلو خدمتونو تر چتر لاندې راولي.

دا هم د ویلو ده، چې د ارزاقو امارتي شرکت ژمن کارکوونکي له خپلو چوپړیزو فعالیتونو خوښ دي، شپه او ورځ هڅه کوي، چې خپلو هېوادوالو ته لوړ کیفیت لرونکي، باوري خدمتونه وړاندې او د شرکت پرمختګ ته دوام ورکړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۴ - ۱۱:۶
Background image

د پکتیکا پوهنتون استادانو ته ۲۱ قلمه خوراکي توکي ولېږدول شول

د امارتي شرکتونو لوی ریاست اړوند د ارزاقو امارتي شرکت د خپلو بنسټیزو فعالیتونو او خدمتونو په لړ کې، د تېرې اوونۍ په ورستیو کې د پکتیکا پوهنتون مسافرو استادانو ته ۲۱ قلمه خوراکی توکي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۴ - ۱۰:۳۲
Background image

د ارزاقو امارتي شرکت اجرائیوي رییس غزني ولایت ته سفر وکړ

د امارتي شرکتونو لوی ریاست اړوند د ارزاقو امارتي شرکت اجرائیوي رییس مولوي عبدالرازق رفیع د تېرې پنجشنبې په ورځ غزني ولایت ته سفر وکړ.

د دغه سفر موخه د شرکت د اداري چارو، د اړوندو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۴ - ۱۰:۱۴
Background image

د میدان وردګو پوهنتون لیلیې ته ۱۴ قلمه خوراکي توکي ولېږدول شول

د میدان وردګو ولایت د ارزاقو مدیر سید شمس الدین اکبر وویل، چې وړمه ورځ یې د پوهنتون لیلیې ته ۱۴ قلمه خوراکي توکي لېږدولي دي.

د نوموړي په وینا؛ په دغو خوراکي توکو کې ۳۷۲ کیلوګرامه وریجې. . .

BACK TO NEWS

Latest

LatestShow all