د هرات ولایت پوهنتون ته ۸ قلمه خوراکي توکي ولېږدول شول
د هرات ولایت د ارزاقو مدیر نعمت الله نائب وایي، چې د تیرې اونۍ په ورستیو کې د دې ولایت پوهنتون ته ۸ قلمه خوراکي توکي ولېږدول شول.
هغه زیاته کړه، چې په دې خوراکي توکو کې؛ ۷۹۸۷ کیلوګرامه وریجې، ۲۳۸۰ کیلوګرامه غوړي، ۹۰۰ کیلوګرامه بوره، ۵۵ کیلوګرامه شین چای، ۲۹۰ کیلوګرامه د بانجان روميو رُب، ۵۸۰ کیلوګرامه مالګه، ۱.۶ کیلو ګرامه د چای هیل او ۱۰ کیلوګرامه زیره شامل دي.
نائب څرګنده کړه، چې یاد خوراکي توکي له مرکز څخه بار او د هرات ولایت د ارزاقو مدیریت لخوا د پوهنتون اړوند مسوول ته د کتنې پلاوي په شتون کې وسپارل شول.
د یادونې وړ ده، چې د خوراکي توکو د برابرولو او لېږد بهیر د ارزاقو امارتي شرکت له خوا په ټول هېواد کې د شویو تړونونو پر بنسټ پر مخ ځي.
