د ارزاقو امارتي شرکت د اجرایوي کمېټې نوبتي ناسته ترسره شوه

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۰:۲۳
M

د ارزاقو امارتي شرکت د اجرایوي کمېټې نوبتي ناسته وړمه ورځ ترسره شوه. یاده ناسته د شرکت د اجرائیوي رییس مولوي عبدالرازق رفیع په مشرۍ جوړه شوې وه.

په دې ناسته کې د مالي او اداري چارو رییس مولوي مطیع‌الله مجروح، د سوداګریزو چارو پراختیا رییس مولوي نیک محمد معتصم، د تدارکاتو، املاکو، مالي، د پروژو د تطبیق، د کارکوونکو چارو او خدماتو آمرینو همدارنګه د دعوت او ارشاد، کنټرول، پلټنې او پلان مدیرانو ګډون کړی و. ناسته د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت پیل شوه.

د ناستې په پیل کې د شرکت اجرائيوي رییس مولوي عبدالرازق رفیع خبرې وکړې وې ویل، چې زموږ د ټولېدنې اصلي موخه د شرکت په فعالیتونو کې پرمختګ، د کار د ښه والي او د یو بل نظرونو اورېدل دي، چې وکولای شو د لا غوره خدمتونو وړاندې کولو ته لاره هواره کړو.

ورپسې د اجنډا له مخې پر نویو موضوعاتو باندې خبرې وشوې. په یاده ناسته کې د شرکت د جایدادونو پر تړاو، د چارو د پرمخ وړلو، امارتي ادارو سره د تړون په څرنګوالي، په ولایتي او مرکزي دفترونو کې د سهولتونو په رامنځته کولو او د ستونزو د هواري لپاره یو لړ موضوعات د جر او بحث لاندې ونیول شول.

په دې ناسته کې د اجنډا له څنډې زیاتره هغه موضوع ګانې چې د شرکت د بنسټیزو کاري له لومړیتوبونو څخه دي، د اجرایوي کمېټې له لوري د تأیید وړ وګرځېدې.

د غونډې په پای کې د اجرائیوي کمېټې مشر مولوي عبدالرازق رفیع او د سوداګریزو چارو د پراختیا رییس مولوي سید نیک محمد معتصم د شرکت په فعالیتونو او د خدمتونو د وړاندې کولو بهیر د چټکولو او پیاوړي کولو باندې ټینګار وکړل او په ځینو برخو کې یو لړ سپارښتنې هم وړاندې کړې. ناسته د دعا په لوستلو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۴ - ۱۱:۶
Background image

د پکتیکا پوهنتون استادانو ته ۲۱ قلمه خوراکي توکي ولېږدول شول

د امارتي شرکتونو لوی ریاست اړوند د ارزاقو امارتي شرکت د خپلو بنسټیزو فعالیتونو او خدمتونو په لړ کې، د تېرې اوونۍ په ورستیو کې د پکتیکا پوهنتون مسافرو استادانو ته ۲۱ قلمه خوراکی توکي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۴ - ۱۰:۳۲
Background image

د ارزاقو امارتي شرکت اجرائیوي رییس غزني ولایت ته سفر وکړ

د امارتي شرکتونو لوی ریاست اړوند د ارزاقو امارتي شرکت اجرائیوي رییس مولوي عبدالرازق رفیع د تېرې پنجشنبې په ورځ غزني ولایت ته سفر وکړ.

د دغه سفر موخه د شرکت د اداري چارو، د اړوندو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۴ - ۱۰:۱۴
Background image

د میدان وردګو پوهنتون لیلیې ته ۱۴ قلمه خوراکي توکي ولېږدول شول

د میدان وردګو ولایت د ارزاقو مدیر سید شمس الدین اکبر وویل، چې وړمه ورځ یې د پوهنتون لیلیې ته ۱۴ قلمه خوراکي توکي لېږدولي دي.

د نوموړي په وینا؛ په دغو خوراکي توکو کې ۳۷۲ کیلوګرامه وریجې. . .

BACK TO NEWS

Latest

LatestShow all