د ارزاقو امارتي شرکت د ولایتي مدیرانو روزنیز ورکشاپ پای ته ورسېد

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۸:۴۴
S

د ارزاقو امارتي شرکت د ولایتي مدیرانو لپاره دوه ورځنی روزنیز ورکشاپ، چې تېره ورځ پیل شوی و، نن په بریالیتوب سره پای ته ورسېد.

دغه ورکشاپ د مدیریتي چارو د ښه والي په موخه جوړ شوی و، چې پکې د املاکي، تدارکاتي، مالي، پروژوي چارو د تطبیق، سوداګریزو پراختیا، ټکنالوژي او اداري برخو اړوند روزنیز موضوعات د شرکت د آمرینو له خوا د پریزنټیشنونو له لارې وړاندې شول.

د ورکشاپ ګډونوالو یو له بل سره خپلې تجربې شریکې کړې، دوی ټېنګار وکړ، چې د دې ډول پروګرامونو له لارې به د مدیریتي چارو د ښه والي په برخه کې اغېزمن ګامونه پورته شي.

ګډونوالو یاد روزنیز پروګرام اغېزمن وباله او زیاته یې کړه، چې دا ډول ورکشاپونه د کاري چارو د پرمختګ او د ستونزو د هواري برخه کې مهم رول لوبولای شي، دوی همداراز د ورته نورو روزنیزو پروګرامونو د جوړېدو غوښتنه وکړه.

د ورکشاپ په پای کې د ولایتي مدیرانو پوښتنو، وړاندیزونو او غوښتنو ته د اړوندو برخو د آمرینو له خوا قناعت ‌بښونکي ځوابونه وړاندې شول.

د ارزاقو امارتي شرکت اجرائیوي رییس مولوي عبدالرازق رفیع، د مالي او اداري چارو رییس مولوي مطیع‌الله مجروح او د سوداګریزو چارو رییس مولوي سیدنیک محمدمعتصم د ورکشاپ په پای کې لنډې او ارزښتناکې ویناوې وکړې. هر یوه ولایتي مدیرانو ته د فعالیتونو په ښه ترسراوي او د خدمتونو د کیفیت د لوړولو په اړه مهمې لارښوونې وکړې.

دوی له ګډونوالو غوښتنه وکړه، چې د دې روزنیز پروګرام موضوعات د اداري ورځنیو چارو ترسره کولو کې عملي کړي. ورکشاپ د دعا په لوستلو سره پای ته ورسېد.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۴ - ۱۱:۶
Background image

د پکتیکا پوهنتون استادانو ته ۲۱ قلمه خوراکي توکي ولېږدول شول

د امارتي شرکتونو لوی ریاست اړوند د ارزاقو امارتي شرکت د خپلو بنسټیزو فعالیتونو او خدمتونو په لړ کې، د تېرې اوونۍ په ورستیو کې د پکتیکا پوهنتون مسافرو استادانو ته ۲۱ قلمه خوراکی توکي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۴ - ۱۰:۳۲
Background image

د ارزاقو امارتي شرکت اجرائیوي رییس غزني ولایت ته سفر وکړ

د امارتي شرکتونو لوی ریاست اړوند د ارزاقو امارتي شرکت اجرائیوي رییس مولوي عبدالرازق رفیع د تېرې پنجشنبې په ورځ غزني ولایت ته سفر وکړ.

د دغه سفر موخه د شرکت د اداري چارو، د اړوندو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۴ - ۱۰:۱۴
Background image

د میدان وردګو پوهنتون لیلیې ته ۱۴ قلمه خوراکي توکي ولېږدول شول

د میدان وردګو ولایت د ارزاقو مدیر سید شمس الدین اکبر وویل، چې وړمه ورځ یې د پوهنتون لیلیې ته ۱۴ قلمه خوراکي توکي لېږدولي دي.

د نوموړي په وینا؛ په دغو خوراکي توکو کې ۳۷۲ کیلوګرامه وریجې. . .

BACK TO NEWS

Latest

LatestShow all