د ارزاقو امارتي شرکت د ولایتي مدیرانو لپاره دوه ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل شو

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۶:۴۵
S

د ارزاقو امارتي شرکت له لوري د هېواد د ۳۳ ولایتونو، د ولایتي مدیرانو لپاره دوه ورځنی روزنیز ورکشاپ د مدیریتي چارو د ښه والي په موخه د شرکت د غونډو په تالار کې پیل شو.

د ورکشاپ د پرانیستې په مراسمو کې د شرکت اجرائیوي رییس مولوي عبدالرازق رفیع، د مالي او اداري چارو رییس مولوي مطیع الله مجروح، د سوداګریزو چارو د پراختیا رییس مولوي نیک محمد معتصم او د شرکت د بېلابېلو آمریتونو؛ آمرینو ګډون کړی و. د ورکشاپ د پرانستې په پیل کې د قرانکریم څو مبارک آیاتونه تلاوت شول.

ورپسې د شرکت اجرائیوي رییس مولوي عبدالرازق رفیع ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او د ورکشاپ پر اهمیت یې خبرې وکړې.

هغه د اسلامي شریعت په رڼا وینا وکړه او ویې ویل، چې په نړۍ کې د پرمختګونو، اختراعاتو او ټکنالوژۍ ټول برکتونه د قرآنکریم له لارښوونو اخیستل شوي دي. نوموړي  ټینګار وکړ، چې ټول باید د قرآنکریم پر اهدافو او حقیقتونو ځان پوه کړي او د خپل ژوند لارښود وګرځوي.

ښاغلي رفیع همداراز د نړۍ پر سیاستونو، حکومتولۍ، سوداګریزو او ټولنیزو چارو هم ارزښتناکې خبرې وکړې زیاته یې کړه، چې د ټولو موخو د ترلاسه کولو بنسټیزه لار یوازې زده کړه او پوهه ده. نوموړي څرګنده کړه، چې د علمي او فرهنګي کچې لوړول د هېواد اقتصادي پرمختګ او ځان ‌بسیاینې ته لاره هواروي.

اجرائیوي رییس له ګډونوالو وغوښتل، چې خپلې تجربې له یو بل سره شریکې او د تجربو تبادله د کارونو د پرمختګ او د ستونزو د حل په برخه کې مهم رول لوبولای شي، همدارنګه د ورته روزنیزو پروګرامونو جوړول یې اړین وباله او د کارکوونکو د مدیریتي چارو په ښه والي او پرمختګ کې اغېزمنتیا رامنځته کول یاد کړل.

مولوي عبدالرازق رفیع د خپلو خبرو په پای کې د ولایتونو له مدیرانو وغوښتل، چې خپلې چارې ګړندۍ کړي او د شته ستونزو د حل لپاره له مرکزي ادارې سره همغږي زیاته کړي، څو د خدمتونو د وړاندې کولو په بهیر کې ځنډ رامنځته نه شي.

وروسته د ورکشاپ روزنیز پروګرام پیل شو. ټاکل شوې ده، چې د شرکت اړوند آمریتونه په خپلو تخصصي او مسلکي برخو کې مهم موضوعات د دوو ورځو په ترڅ کې ګډونوالو ته وړاندې کړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۴ - ۱۱:۶
Background image

د پکتیکا پوهنتون استادانو ته ۲۱ قلمه خوراکي توکي ولېږدول شول

د امارتي شرکتونو لوی ریاست اړوند د ارزاقو امارتي شرکت د خپلو بنسټیزو فعالیتونو او خدمتونو په لړ کې، د تېرې اوونۍ په ورستیو کې د پکتیکا پوهنتون مسافرو استادانو ته ۲۱ قلمه خوراکی توکي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۴ - ۱۰:۳۲
Background image

د ارزاقو امارتي شرکت اجرائیوي رییس غزني ولایت ته سفر وکړ

د امارتي شرکتونو لوی ریاست اړوند د ارزاقو امارتي شرکت اجرائیوي رییس مولوي عبدالرازق رفیع د تېرې پنجشنبې په ورځ غزني ولایت ته سفر وکړ.

د دغه سفر موخه د شرکت د اداري چارو، د اړوندو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۴ - ۱۰:۱۴
Background image

د میدان وردګو پوهنتون لیلیې ته ۱۴ قلمه خوراکي توکي ولېږدول شول

د میدان وردګو ولایت د ارزاقو مدیر سید شمس الدین اکبر وویل، چې وړمه ورځ یې د پوهنتون لیلیې ته ۱۴ قلمه خوراکي توکي لېږدولي دي.

د نوموړي په وینا؛ په دغو خوراکي توکو کې ۳۷۲ کیلوګرامه وریجې. . .

BACK TO NEWS

Latest

LatestShow all