د امارتي شرکتونو لوی ریاست استازو د ارزاقو امارتي شرکت له اجرائیوي رییس سره وکتل

org_admin
شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۱۰:۳۰
SOC

د امارتي شرکتونو لوی ریاست درې تنو استازو د ارزاقو امارتي شرکت په کاري دفتر کې له اجرائیوي رییس سره د پانګونې د فرصتونو د رامنځته کولو او د لا ښې همغږۍ په موخه ناسته او خبرې اترې وکړې.

په پیل کې د ارزاقو امارتي شرکت اجرائیوي رییس مولوي عبدالرازق رفیع د امارتي شرکتونو لوی ریاست استازو ته ښه راغلاست ووایه او د شرکت د فعالیتونو او خدمتونو په اړه یې لنډ معلومات وړاندې کړل.

نوموړي د شرکت د چارو د ښه والي، پرمختګ او لاسته راوړنو یادونه وکړه او د لا غوره پرمختګ لپاره یې یو شمېر وړاندیزونه هم د امارتي شرکتونو لوی ریاست استازو سره شریک کړل.

ورپسې د امارتي شرکتونو لوی ریاست د فرصتونو د رامنځته کېدو آمر مولوي شبیراحمد معاذ، د طرحو د ترتیب او جوړولو کارپوه عبدالله قاسمي او د پانګونې د جلب او جذب آمر حضرت بلال صافي په خپلو خبرو کې وویل، چې یاد ریاست په پام کې لري د ټولو شرکتونو د لا ودې او پرمختګ لپاره د پانګونې د فرصتونو معیاري طرحې جوړې کړي، ترڅو د هېواد د اقتصادي پرمختګ ترڅنګ خلکو ته کاري فرصتونه برابر او اقتصادي هوساینه رامنځته شي.

همداراز، نوموړو د ارزاقو امارتي شرکت د اساسي فعالیتونو، جایدادونو، پانګونې او د عوایدو د راټولولو په اړه له اجرائیوي رییس څخه د معلوماتو غوښتنه وکړه، چې د شرکت د اجرائیوي رییس له لوري ورته قناعت‌ بښونکي ځوابونه وویل شول.

د ناستې په پای کې د امارتي شرکتونو لوی ریاست استازو غوښتنه وکړه، چې په رسمي ډول د ارزاقو امارتي شرکت د پانګونې د فرصتونو، لومړیتوبونو، وړاندیزونو، ستونزو او د حل لارو په اړه د یوې جامع طرحې د جوړولو اړوند معلومات ترلاسه شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۴ - ۱۱:۶
Background image

د پکتیکا پوهنتون استادانو ته ۲۱ قلمه خوراکي توکي ولېږدول شول

د امارتي شرکتونو لوی ریاست اړوند د ارزاقو امارتي شرکت د خپلو بنسټیزو فعالیتونو او خدمتونو په لړ کې، د تېرې اوونۍ په ورستیو کې د پکتیکا پوهنتون مسافرو استادانو ته ۲۱ قلمه خوراکی توکي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۴ - ۱۰:۳۲
Background image

د ارزاقو امارتي شرکت اجرائیوي رییس غزني ولایت ته سفر وکړ

د امارتي شرکتونو لوی ریاست اړوند د ارزاقو امارتي شرکت اجرائیوي رییس مولوي عبدالرازق رفیع د تېرې پنجشنبې په ورځ غزني ولایت ته سفر وکړ.

د دغه سفر موخه د شرکت د اداري چارو، د اړوندو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۴ - ۱۰:۱۴
Background image

د میدان وردګو پوهنتون لیلیې ته ۱۴ قلمه خوراکي توکي ولېږدول شول

د میدان وردګو ولایت د ارزاقو مدیر سید شمس الدین اکبر وویل، چې وړمه ورځ یې د پوهنتون لیلیې ته ۱۴ قلمه خوراکي توکي لېږدولي دي.

د نوموړي په وینا؛ په دغو خوراکي توکو کې ۳۷۲ کیلوګرامه وریجې. . .

BACK TO NEWS

Latest

LatestShow all