د ارزاقو امارتي شرکت حقوقي سلاکار خپله دنده پیل کړه

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۳:۵۶
Office

ابوذر خپلواک د ارزاقو امارتي شرکت د حقوقي سلاکار په توګه رسماً د شرکت د اجرائیوي رییس مولوي عبدالرازق رفیع له‌ خوا آمرینو، مدیرانو او کارکوونکو ته وروپېژندل شو او په رسمي ډول یې خپله دنده پیل کړه.

د نوموړي د پېژندنې په مراسمو کې د شرکت د مالي او اداري چارو رییس مولوي مطیع‌الله مجروح، د سوداګریزو چارو پراختیا رییس مولوي سیدنیک محمد معتصم او همدارنګه د شرکت د بېلابېلو برخو آمرینو او مدیرانو ګډون درلود.

ابوذر خپلواک د آزادې سیالۍ له لارې دې بست ته بریالی او د امارتي شرکتونو د لوی ریاست د ۱۴۷ ګڼې حکم له مخې په یادې دندې ګمارل شوی دی.

نوموړی په نړیوالو اړیکو کې د ماسټرۍ سند لري او له دې وړاندې یې د کاروان پوهنتون د رییس، د علمي چارو د مرستیال او په زابل غرجستان پوهنتون کې د استاد په توګه دندې ترسره کړې دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۴ - ۱۲:۱۱
Background image

د کابل پولي تخنیک پوهنتون لیلیې ته ۱۳ قلمه خوراکي توکي ولېږدول شول

د امارتي شرکتونو لوی ریاست اړوند دارزاقو امارتي شرکت د خپلو بنسټیزو فعالیتونو او سوداګریز پلان له مخې؛ په دې وروستیو کې د کابل پولي تخنیک پوهنتون لیلیې ته ۱۳ قلمه د اړتیا وړ خوراکي توکي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۴ - ۱۲:۳
Background image

د عبدالله بن مسعود جامعې ته ۱۴ قلمه خوراکي توکي ولیږدول شول

د امارتي شرکتونو لوی ریاست اړوند د ارزاقو امارتي شرکت د خپلو بنسټیزو فعالیتونو او سوداګریز پلان له مخې؛ په دې وروستیو کې د عبدالله بن مسعود جامعې ته ۱۴ قلمه اړین خوراکي توکي ولېږدول.

د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۱۴:۳۲
Background image

د لوګر پوهنتون لیلیې او د نایب امین الله خان لوګري ۳۰۰ بستریز روغتون ته خوراکي توکي ولېږدول شول

د لوګر ولایت د ارزاقو مدیر انجنیر محمد نعیم حبیبي په رالیږلي خبر کې ویلي، چې وړمه ورځ د لوګر پوهنتون لیلیې او د نایب امین الله خان لوګري ۳۰۰ بستریز روغتون ته د اړتیا وړ خوراکي توکي. . .

BACK TO NEWS

Latest

LatestShow all