ارزاقو امارتي شرکت، د خوراکي توکو د برابرولو سرچینه؛

org_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲ - ۱۳:۵۱
office

ارزاقو امارتي شرکت، نشراتو مدیریت

ارزاقو امارتي شرکت د هېواد په کچه یوازینی دولتي شرکت دی، چې د خوراکي توکو چمتو کول او تر دولتي او غیر دولتي ادارو پورې د رسولو مسوولیت لري. دغه شرکت د خپلو بنسټیزو فعالیتونو له مخې، دولتي ادارو ته د باکیفیته او تازه خوراکي توکو اړتیاوې د شویو تړونونو له لارې پوره کوي.

شرکت له څو کلونو راهیسې د خوراکي توکو چمتو کولو او لېږد په برخو کې ځلانده خدمتونه ترسره کړي او خپل خدمات یې په ۳۴ ولایتونو کې پراخ کړي دي. د شرکت موخه یوازې د خوراکي توکو برابرول نه دي؛ بلکې د خلکو لپاره د کاري فرصتونو رامنځته کول، د بېکارۍ کچه کمول او اقتصادي پراختیا ته وده ورکول هم په کاري لومړیتوبونو کې شامل دي.

همداراز، شرکت په پام کې لري، چې د هېوادوالو لپاره د خوراکي توکو د برابرولو او لېږد ترڅنګ د کاري فرصتونو زیاتولو او د ولس لپاره خدمتونه وړاندې کړي. شرکت هڅه کوي، چې د اقتصادي پراختیا، د ځانبساینې او ملي اقتصاد د پیاوړتیا په برخه کې غوره او پایداره ګامونه اوچت کړي.

په دې برخه کې ملي او سیمه‌ییز سوداګر کولی شي، خپلې پانګې د شرکت په فعالیتونو کې ولګوي، چې دا د هغوی لپاره یو مهم فرصت ګڼل کېږي. د پانګونې له لارې به د سوداګرو شتمنۍ په هېواد کې خوندي پاتې شي او ورسره به د کورنیو تولیداتو کچه لوړه شي.

راځئ چې د ارزاقو امارتي شرکت له خدمتونو او فعالیتونو ملاتړ وکړو، ځکه د شرکت په فعالیتونو کې پانګونه نه یوازې د سوداګرو لپاره فرصت دی؛ بلکې د هېواد د اقتصادي ودې او ملي پرمختګ په برخه کې ارزښتناک ګام هم دی.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۴ - ۱۱:۶
Background image

د پکتیکا پوهنتون استادانو ته ۲۱ قلمه خوراکي توکي ولېږدول شول

د امارتي شرکتونو لوی ریاست اړوند د ارزاقو امارتي شرکت د خپلو بنسټیزو فعالیتونو او خدمتونو په لړ کې، د تېرې اوونۍ په ورستیو کې د پکتیکا پوهنتون مسافرو استادانو ته ۲۱ قلمه خوراکی توکي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۴ - ۱۰:۳۲
Background image

د ارزاقو امارتي شرکت اجرائیوي رییس غزني ولایت ته سفر وکړ

د امارتي شرکتونو لوی ریاست اړوند د ارزاقو امارتي شرکت اجرائیوي رییس مولوي عبدالرازق رفیع د تېرې پنجشنبې په ورځ غزني ولایت ته سفر وکړ.

د دغه سفر موخه د شرکت د اداري چارو، د اړوندو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۴ - ۱۰:۱۴
Background image

د میدان وردګو پوهنتون لیلیې ته ۱۴ قلمه خوراکي توکي ولېږدول شول

د میدان وردګو ولایت د ارزاقو مدیر سید شمس الدین اکبر وویل، چې وړمه ورځ یې د پوهنتون لیلیې ته ۱۴ قلمه خوراکي توکي لېږدولي دي.

د نوموړي په وینا؛ په دغو خوراکي توکو کې ۳۷۲ کیلوګرامه وریجې. . .

BACK TO NEWS

Latest

LatestShow all