د ارزاقو امارتي شرکت د ولایتي مدیریتونو اړوند خالي بستونو لپاره آزموینه واخیستل شوه؛

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۵ - ۱۵:۱۰
Hr

د ارزاقو امارتي شرکت د ۷ ولایتونو د ارزاقو لوی مدیریتونو پورې اړوند د خالي بستونو د ډکولو او کار اهل کسانو ته د سپارلو په موخه آزموینه واخیستل شوه.

یاده آزموینه، چې په شفاف ډول د ټاکلي پلاوي او د امارتي شرکتونو لوی ریاست د استازي په شتون کې ترسره شوه، په کې ۶۲ تنه برخه اخیستې وه.

له آزموینې وړاندې د ارزاقو امارتي شرکت د مالي او اداري چارو رییس مولوي مطیع‌الله مجروح د آزموینې د ارزښت، شفافیت او د ورسپارل شوو دندو د مسوولانه ترسره کولو په اړه لنډې او مفصلې خبرې وکړې.

نوموړي ټینګار وکړ، چې یاده آزموینه به په بشپړ شفافیت سره واخیستل شي، څو د وړتیا لرونکو کسانو لپاره د دندو د ترلاسه کولو زمینه برابره شي.

مجروح وویل، هر څوک باید خپلو دندو ته جدي پاملرنه وکړي او خپلې ورسپارل شوې دندې په اخلاص، صداقت او مسوولیت‌ منوونکي ډول ترسره کړي.

د ارزاقو امارتي شرکت دکارکوونکو چارو سرپرست آمر ښادي ګل صاحبزاده وایي، چې یاده آزموینه د فراه،کندهار، بدخشان، بغلان، میدان وردګو، بلخ او غور ولایت د ارزاقو مدیریتونو اړوند خالي بستونو د ډکولو لپاره اعلان ته سپارلي و، چې کابو ۲۵۴ کسانو نوم‌لیکنه کړي وه او له شارټ‌ لیست وروسته په شرایطو برابر کسان آزموینې ته راوغوښتل شول.

د صاحبزاده په وینا، آزموینه د مالي، اداري، املاکو مدیریتونو او یو عمومي مدیریت د بست لپاره واخیستل شوه.

د نوموړي دمعلوماتو له مخې؛ آزموینه په لیکلي ډول ترسره او د ټاکل شوي پلاوي له ‌خوا به د پارچو ارزونه په شفاف ډول وشي او د هر بست لپاره به غوره نومرې ترلاسه کوونکي کسان مرکې ته راوغوښتل شي.

د یادونې وړ ده، چې د ارزاقو امارتي شرکت هڅه کوي د شفافو او عادلانه آزموینو له لارې مسوولیتونه وړ او مسلکي کسانو ته وسپاري، څو د غوره خدمتونو وړاندې کولو بهیر چټک او غښتلی شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱ - ۱۴:۵۳
Background image

د ارزاقو امارتي شرکت د مدیره پلاوي غونډه جوړه شوه

 د ارزاقو امارتي شرکت د مدیره پلاوي غونډه د دې شرکت د غونډو په خونه کې د مدیره پلاوي د رییس حمیدالله عبداللهي په مشرۍ ترسره شوه.

په یاده غونډه کې د سوداګرۍ وزارت استازي مولوي محمداجمل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱ - ۱۴:۳۹
Background image

د کابل پولي تخنیک پوهنتون لیلیې ته ۱۲ قلمه خوراکي توکي ولېږدول شول

ارزاقو امارتي شرکت د خپلو بنسټیزو فعالیتونو، سوداګریزو چارو او د ۱۴۰۴ مالي کال د پلان له مخې؛ تېره ورځ د کابل پولي تخنیک پوهنتون لیلیې ته ۱۲ قلمه د اړتیا وړ خوراکي توکي لېږدولي دي.

د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱ - ۱۴:۳۰
Background image

د پروان پوهنتون لیلیې ته یولس قلمه خوراکي توکي ولیږدول شول

 د پروان ولایت د ارزاقو مدیر نورالدین مقتصد وویل، چې وړمه ورځ یې د ارزاقو امارتي شرکت له لوري د دې ولایت پوهنتون لیلیې ته ۱۱ قلمه خوراکي توکي لېږدولي دي.

نوموړي زیاتوي، چې په یادو. . .

BACK TO NEWS

Latest

LatestShow all