د پانګونې اعلان

Publish Date
Closing Date
د ارزاقو امارتی شرکت ملکیت – د امام صاحب بندر، د کندز ولایت مرکز
د ارزاقو امارتی شرکت په پام کې لري چې د عامه او خصوصي مشارکت (PPP) د قانون له مخې، پر خپل ملکیت چې ۸۰۰۰ متره مربع مساحت لري او د کندز ولایت په مرکز کې د امام صاحب بندر په سیمه کې موقعیت لري، یو عصري پنځه پوړیز تجارتي مارکېټ جوړ کړي.
هغه حقیقي اشخاص او شرکتونه چې شرایط پوره کوي او غواړي په دې پروژه کې ګډون او پانګونه وکړي، کولای شي خپل طرحه او وړاندیز د عامه او خصوصي مشارکت د قانون له مخې، د لوړې پانګونې او لږ مودې قرارداد په شرط، د دې اعلان د خپرېدو نېټې څخه تر ۲۸ ورځو پورې لاندې پتو ته وسپاري:
- د ارزاقو امارتی شرکت د املاکو آمریت – د سیلو ترڅنګ، درېیمه ناحیه، کابل ښار
- د ارزاقو امارتی شرکت نمایندګی – د امام صاحب بندر، څلورمه ناحیه، د کندز ولایت مرکز
ګډونوال کولای شي اړوند شرطنامه د ټاکل شوې (بېبرګېدنې) بیې په بدل کې تر لاسه کړي. همدارنګه، نغدي تضمین د شرطنامې له مخې او د طرحو له ارزونې وروسته اخیستل کېږي.
د نورو معلوماتو لپاره، غوښتونکي کولای شي د ارزاقو امارتی شرکت د ملکیت آمریت سره د دې شمېرې له لارې په اړیکه کې شي: ۰۲۰۲۵۱۰۶۴۹