د لغمان پوهنتون لیلیې ته لس قلمه خوراکي توکي ولېږدول شول
د لغمان ولایت د ارزاقو مدیر وحیدالله الکوزي په رالېږلي خبر پاڼه کې ویلي دي، چې تېره ورځ لس قلمه خوراکي توکي د مرکز له ګدامونو څخه بار او د لغمان پوهنتون لیلیې ته ولېږدول شول. نوموړي زیاتوي، چې یاد توکي د کتنې پلاوي په شتون کې اړوند مسوول ته وسپارل شول.
الکوزي په خبر پاڼه کې څرګنده کړې، چې په دغو خوراکي توکو کې ۱۹۲۴ کیلوګرامه وریجې، ۵۹۰ کیلوګرامه غوړي، ۲۸۴ کیلوګرامه لوبیا، ۴ کیلوګرامه شین چای، ۲۶۶ کیلوګرامه بوره، ۳.۷ کیلوګرامه زیره، ۲ کیلوګرامه کورکمن، ۷ کیلوګرامه د دیګ مساله، ۱.۷ کیلوګرامه څلور مساله او ۱۵۲ کیلوګرامه مالګه شامل دي.
د یادونې وړ ده، چې ارزاقو امارتي شرکت له خپلو ګدامونو څخه د هېواد بېلابېلو ولایتونو ته خوراکي توکي لېږدوي او اړوندو نمایندګیو ته یې سپاري او وروسته د ادارو د اړتیاوو او غوښتنو له مخې د مدیریتونو له لوري ورسول کېږي.
