د ارزاقو امارتي شرکت د اجرایوي کمېټې ناسته ترسره شوه
د ارزاقو امارتي شرکت د اجرایوي کمېټې نوبتي ناسته تېره ورځ د شرکت د غونډو په تالار کې ترسره شوه، چې مشري یې د شرکت اجرائیوي رییس مولوي عبدالرازق رفیع کوله.
په دې ناسته کې د سوداګریزو چارو د پراختیا رییس مولوي سید نیک محمد معتصم، د شرکت د حقوقي او سوداګریزو برخو سلاکارانو، د تدارکاتو، املاکو، مالي، د پروژو د تطبیق، د کارکوونکو چارو او خدماتو آمرینو ګډون کړی و.
د ناستې په پیل کې د شرکت اړوند املاکي او جایدادي موضوعات او همدارنګه د چارو د لا ښه تنظیم او پرمخ وړلو لپاره د اسانتیاوو رامنځته کولو په موخه یو شمېر غوښتنې او ستونزې تر بحث او ارزونې لاندې ونیول شوې.
په یاده ناسته کې د اجنډا له مخې؛ ځیني موضوعات، چې د شرکت له بنسټیزو کاري لومړیتوبونو څخه ګڼل کېدل د اجرایوي کمېټې له لوري تایید شول. همدا راز د نورو مطرح شویو او متفرقه موضوعاتو په اړه لازمې پرېکړې او سپارښتنې وشوې. ناسته د دعا په لوستلو پای ته ورسېده.
