د شرکت اجرائیوي رییس د پروژو د تطبیق له ساحوي کارکوونکو سره کاري ناسته وکړه
د ارزاقو امارتي شرکت اجرائیوي رییس مولوي عبدالرازق رفیع نن له غرمې مخکې د پروژو د تطبیق له ساحوي کارکوونکو سره د چارو د ښه والي او چټکتیا په موخه کاري ناسته ترسره کړه. په دې ناسته کې د پروژو د تطبیق آمر جان محمد عمري او ګڼ شمېر ساحوي کارکوونکو ګډون درلود.
په دې ناسته کې مولوي عبدالرازق رفیع د پروژو د روان بهیر، د چارو د اغېزمنتیا او د کارونو د چټکتیا په اړه خبرې وکړې. نوموړي له ساحوي کارکوونکو وغوښتل، چې خپلې دندې په پوره مسوولیت ترسره کړي او د کاري کیفیت د لوړولو لپاره لا زیاتې هڅې وشي.
هغه ټینګار وکړ، چې کارکوونکي باید د سپارل شویو مسوولیتونو له مخې پر ټاکلي وخت خپلو دندو ته حاضر، د ستونزو پر مهال پر وخت رسېدنه او په چارو کې له هر ډول ځنډ څخه ډډه وکړي. مولوي رفیع زیاته کړه، چې د خدمتونو وړاندې کول باید په منظم، چټک او اغېزمن ډول ترسره شي.
په پای کې نوموړي ساحوي کارکوونکو ته سپارښتنه وکړه، چې خپلې دندې نه یوازې د اداري مسوولیت له مخې؛ بلکې د دنیوي او اخروي وجایبو په نظر کې نیولو سره په صداقت او امانتدارۍ توګه ترسره کړي.
