د غور ولایت د پوهنې ریاست اړوند دارالعلوم ته ۸ قلمه خوراکي او غیر خوراکي توکي ولېږدول شول

org_admin
شنبه ۱۴۰۴/۶/۱ - ۱۱:۲۱
A

 د غور ولایت د ارزاقو مدیر عبدالخالق خالقیار وویل، چې د پوهنې ریاست اړوند امام ابوحنیفه دارالعلوم ته ۸ قلمه اړین خوراکي او غیرخوراکي توکي لېږدولی دي او د کتني پلاوي په شتون کې اړوند مسوول ته وسپارل شول.

نوموړي څرګندوي، چې یاد خوراکي توکي د دارالعلوم د مسوول د غوښتنې په اساس لېږدولي دي، چې په کې ۵۵۶ کیلوګرامه لومړۍ درجه وریجې، ۱۸۲ کیلوګرامه غوړي، ۲۰۸ کیلوګرامه لوبیا، ۵۲ کیلو ګرامه رُب، ۲۶ کیلوګرامه د خواړو مالګه، ۲.۶ کیلوګرامه لومړۍ درجه شین چای شامل دي.

نوموړيز زیاته کړه، چې د دغو خوراکي توکو ترڅنګ دوه قلمه غیرخوراکي توکي لکه؛ ۲۶ کیلوګرامه د لوښو مینځلو مایع او یو ګُرز اور لګیت هم شامل دي او یاد دارالعلوم ته ولېږدول شول.

د یو بل خبر له مخې؛ د میدان وردګو ولایت د ارزاقو مدیر له مرکزي روزنتون څخه څارنه وکړه.

د میدان وردګو ولایت د ارزاقو لوی مدیر شمس‌الدین اکبر وایي، چې د دې ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست اړوند مرکزي روزنتون کې د زده‌کوونکو لپاره د غرمنۍ ډوډۍ د وېش بهیر وڅاره.

نوموړي د څارنې موخه د خدمتونو د کیفیت لوړول او کاري ښه والی رامنځته کول یاد کړ. هغه زیاته کړه، چې د پخلي په برخه کې آشپزانو ته لازمې سپارښتنې هم ورکړل شوې.

هېره دې نه وي، چې په دې وروستیو کې د ارزاقو امارتي شرکت له لوري د خوراکي توکو د برابرولو او څارنې بهیر په مرکز او ولایتونو کې چټک شوی او دغه بنسټیز خدمتونه د ادارو له‌ خوا ستایل شوي هم دي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۴ - ۱۱:۶
Background image

د پکتیکا پوهنتون استادانو ته ۲۱ قلمه خوراکي توکي ولېږدول شول

د امارتي شرکتونو لوی ریاست اړوند د ارزاقو امارتي شرکت د خپلو بنسټیزو فعالیتونو او خدمتونو په لړ کې، د تېرې اوونۍ په ورستیو کې د پکتیکا پوهنتون مسافرو استادانو ته ۲۱ قلمه خوراکی توکي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۴ - ۱۰:۳۲
Background image

د ارزاقو امارتي شرکت اجرائیوي رییس غزني ولایت ته سفر وکړ

د امارتي شرکتونو لوی ریاست اړوند د ارزاقو امارتي شرکت اجرائیوي رییس مولوي عبدالرازق رفیع د تېرې پنجشنبې په ورځ غزني ولایت ته سفر وکړ.

د دغه سفر موخه د شرکت د اداري چارو، د اړوندو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۴ - ۱۰:۱۴
Background image

د میدان وردګو پوهنتون لیلیې ته ۱۴ قلمه خوراکي توکي ولېږدول شول

د میدان وردګو ولایت د ارزاقو مدیر سید شمس الدین اکبر وویل، چې وړمه ورځ یې د پوهنتون لیلیې ته ۱۴ قلمه خوراکي توکي لېږدولي دي.

د نوموړي په وینا؛ په دغو خوراکي توکو کې ۳۷۲ کیلوګرامه وریجې. . .

BACK TO NEWS

Latest

LatestShow all