اته قلمه خوراکي توکي د سمنګانو ولایت پوهنتون لیلیې ته ولېږدول شول

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۳۰ - ۱۰:۲۲
S

د ارزاقو امارتي شرکت د بنسټیزو فعالیتونو، سوداګریز پلان او د ۱۴۰۴ مالي کال د تائید شوي پلان له مخې؛ اته قلمه خوراکي توکي د سمنګانو ولایت د پوهنتون لیلیې ته  ولېږدول شول.

د سمنګانو ولایت د ارزاقو لوی مدیر محمداجان فایز وایي، چې دغه خوراکي توکي وړمه ورخ د کتنې پلاوي تر څار لاندې د یاد پوهنتنون لیلیې اړوند مسوول ته تسلیم شوي دي.

هغه زیاته کړه، چې په دې خوراکي‌ توکو کې ۲۷۱۰ کیلوګرامه لومړۍ درجه سیله وريجې، ۳۰۰ کیلوګرامه بوره، ۷۴۹ کیلوګرامه مایع غوړي، ۳.۴۵ کیلوګرامه زیره، ۵۷۶ ګرامه د چای هیل، ۹۲ کیلوګرامه  لورین رُب، ۵.۷۶ کیلوګرامه د دیګ مساله او ۲.۳ کیلوګرامه زردچوبه شامل دي.

فایز همداراز وویل، چې د سمنګانو پوهنتون لیلیې مسوولین د دغو خوراکي توکو د لېږد بهیر څخه خوښي څرګنده کړې او د ارزاقو امارتي شرکت له خدمتونو یې هرکلی کړی دی.

هېره دې نه وي، چې د خوراکی توکو د لېږد او څارنې بهیر په ټول هیواد کې د ارزاقو امارتي شرکت د ولایتي مدیریتونو له خوا په دوامداره توګه ترسره کېږي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۸ - ۱۴:۴۵
Background image

د ارزاقو امارتي شرکت د تیر کال مهمې لاسته راوړنې؛

ارزاقو امارتي شرکت تېر کال له څلورو وزارتونو( لوړو زده کړو، پوهنې، کار او ټولنیزو چارو او عامې روغتیا) سره د خوراکي توکو د برابرولو او لېږد قراردادونه ترسره کړي، چې ټولیز ارزښت یې ۱.۸ م. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۸ - ۱۴:۳۸
Background image

یولس قلمه خوراکي توکي د پنجشیر پوهنتون ليليې ته ولېږدول شول

د ارزاقو امارتي شرکت د خپلو بنسټیزو فعالیتونو، سوداګریزو پلانونو او د روان مالي کال د منظور شوي پلان له مخې؛ د تېرې اوونۍ په وروستیو کې ۱۱ قلمه خوراکي توکي د پل څرخي له ګدامونو څخه بار. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۸ - ۱۴:۲۹
Background image

یولس قلمه خوراکي توکي د سرپل ولایت د عامې روغتیا امبولانس آمریت ته ولېږدول شول

د ارزاقو امارتي شرکت د خپلو فعالیتونو، سوداګریز پلان  او د ۱۴۰۴ مالي کال د تائید شوي پلان له مخې؛ یولس قلمه خوراکي توکي د سرپل ولایت د عامې روغتیا ریاست د امبولانس آمریت ته لېږدول شوي. . .

BACK TO NEWS

Latest

LatestShow all