ارزاقو امارتي شرکت د سرپل ولایت د امبولانس آمریت ته ۱۳ قلمه خوراکي توکي ولېږدول
د ارزاقو امارتي شرکت د بنسټیزو فعالیتونو او سوداګریز پلان د تطبیق پر دوام ۱۳ قلمه د اړتیا وړ خوراکي توکي د سرپل ولایت د امبولانس آمریت ته لېږدولي او سپارلي دي.
د سرپل ولایت د ارزاقو مدیریت مالي او اداري مدیر فضلالدین امید په رالېږلي معلوماتو کې ویلي دي، چې دغه خوراکي توکي د کتني د پلاوي تر څارنې لاندې د امبولانس آمریت اړوند مسوول ته سپارل شوي دي.
د هغه په وینا، په دغو خوراکي توکو کې وریجې، غوړي، لوبیا، بوره، مالګه، رُب، پیاز، کچالو او نور اړین لومړني مواد شامل دي.
