د ارزاقو امارتي شرکت له لوري سرپل ولایتي روغتون ته ۸ قلمه خوراکي توکي ولېږدول شول

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۱ - ۱۱:۲۷
srpul

د سرپل ولایت د ارزاقو لوی مدیر فضل‌الدین امید وایي، چې د ارزاقو امارتي شرکت له خوا تېره ورځ د دغه ولایت، ولایتي روغتون ته ۸ قلمه د اړتیا وړ خوراکي توکي لېږدول شوي دي.

د نوموړي په وینا، په یادو خوراکي توکو کې؛ ۱۰۰۰ کیلوکرامه وریجې، ۵۰۰ کیلوګرامه بوره، ۵۰ کیلوګرامه رُب، ۵۰ کیلوګرامه د خواړو مالګه، ۲۰۰ کیلوګرامه سره ممیز(کشمش)، ۸۰۰ کیلوګرامه لوبیا، ۶۰۰ لېتره مایع غوړي او ۱۰۰ کیلوګرامه چای شامل دي.

امید وویل، چې یاد خوراکي توکي د روغتون اړوند مسوول ته د دواړه لورو د کتنې پلاوو په شتون کې وسپارل شول.

نوموړي همداراز وویل، چې د ارزاقو امارتي شرکت پروژې په سرپل ولایت کې په منظم ډول پلي کېږي او د ارزاقو مدیریت له خوا یې په دوامداره توګه څارنه او ارزونه ترسره کېږي.

د یادونې وړ ده، چې ارزاقو امارتي شرکت د خپلو بنسټیزو فعالیتونو په دوام؛ د هېواد د پوهنتونونو لیلیو او نورو ادارو سره د شویو قراردادونو پر بنسټ؛ د اړتیا وړ خوراکي توکي لېږدوي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۴ - ۱۱:۶
Background image

د پکتیکا پوهنتون استادانو ته ۲۱ قلمه خوراکي توکي ولېږدول شول

د امارتي شرکتونو لوی ریاست اړوند د ارزاقو امارتي شرکت د خپلو بنسټیزو فعالیتونو او خدمتونو په لړ کې، د تېرې اوونۍ په ورستیو کې د پکتیکا پوهنتون مسافرو استادانو ته ۲۱ قلمه خوراکی توکي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۴ - ۱۰:۳۲
Background image

د ارزاقو امارتي شرکت اجرائیوي رییس غزني ولایت ته سفر وکړ

د امارتي شرکتونو لوی ریاست اړوند د ارزاقو امارتي شرکت اجرائیوي رییس مولوي عبدالرازق رفیع د تېرې پنجشنبې په ورځ غزني ولایت ته سفر وکړ.

د دغه سفر موخه د شرکت د اداري چارو، د اړوندو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۴ - ۱۰:۱۴
Background image

د میدان وردګو پوهنتون لیلیې ته ۱۴ قلمه خوراکي توکي ولېږدول شول

د میدان وردګو ولایت د ارزاقو مدیر سید شمس الدین اکبر وویل، چې وړمه ورځ یې د پوهنتون لیلیې ته ۱۴ قلمه خوراکي توکي لېږدولي دي.

د نوموړي په وینا؛ په دغو خوراکي توکو کې ۳۷۲ کیلوګرامه وریجې. . .

BACK TO NEWS

Latest

LatestShow all