د ارزاقو امارتي شرکت نوبتي اداري غونډه جوړه شوه؛

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۴ - ۱۲:۸
Meeting

د ارزاقو امارتي شرکت د غوره فعالیتونو او خدماتو د وړاندې کولو په موخه اداري غونډه د یاد شرکت د اجراٸيوي رئیس ښاغلي مولوي عبدالرازق رفیع تر مشرۍ لاندې ترسره شوه.

په دې غونډه کې د ارزاقو امارتي شرکت د مالي او اداري چارو رئیس مولوي مطیع الله مجروح، د سوداګریزو چارو رئیس محمد امین صاحبزاده، د نوموړي شرکت آمرینو او مدیرانو هم برخه اخیستې وه.

غونډه د سپېڅلي قرآن کریم په څو مبارکو آیتونو سره پیل شوه. په دې غونډه کې د مالي، سوداګریزو چارو، د پروژو د تطبیق، د املاکو او د کارکوونکو چارو آمرینو او مدیرانو په وار سره خپل راپورونه او نظرونه شریک او د چارو د پرمختګ، ستونزو د حل او نورو اړونده برخو کې یو لړ وړاندیزونه وړاندې شول.

د ارزاقو امارتي شرکت اجراٸيوي رئیس مولوي عبدالرازق رفیع د شرکت اړونده مسوولینو ته په چارو کې د مثبت بدلون په تړاو خبرې وکړې. هغه وویل، چې د سږني کال د پروژو د تطبیق او پیل لپاره باید شرکت د تېرو کلونو په څېر پوره چمتووالی او ښه همغږي ولري.

ښاغلي مولوي عبدالرازق رفیع د شرکت کارکوونکو ته د نېکمرغه کوچني اختر د لمانځلو په اړه پر یووالي او ورورولۍ ټینګار وکړ. نوموړي زیاته کړه، چې د اسلام مبارک دین له مخې دغه نیکمرغه ورځ هېوادوال باید له خپلو کورنیو او خپلوانو سره په خوښیو او خوشحالیو ولمانځي.

همدارنګه مولوي عبدالرازق رفیع د نېکمرغه کوچني اختر په ورځو کې د هېواد پوهنتونونو ته د اړینو خوراکي توکو د برابرولو او لېږد په اړه اړونده مسوولینو ته یو لړ لازمې سپارښتنې وړاندې کړې، چې د یادو مسوولینو لخوا ډاډ ورکړل شو.

په دې نوبتي اداري غونډه کې د شرکت په نورو اداري چارو باندې هم بحثونه او پرېکړې وشوې. غونډه د مالي او اداري چارو د رئیس مولوي مطیع الله مجروح په دعایي لوستلو پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۹ - ۱۵:۴۸
Background image

د لغمان ولایت پوهنتون ته ۱۱ قلمه خوراکي توکي ولېږدول شول

د لغمان ولایت د ارزاقو مدير وایي، چې ۱۱ قلمه خوراکي توکي د پل څرخي له ګدامونو څخه بار او د دې ولایت پوهنتون ته ولېږدول شول.

د لغمان د ارزاقو مدير زیاتوي، چې په یادو خوراکي توکو کې ۳۳۸۹. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۹ - ۱۵:۱۹
Background image

بلخ پوهنتون ته اته قلمه خوراکي توکي ولېږدول شول

د ارزاقو امارتي شرکت له لوري تېره ورځ بلخ پوهنتون ته اته قلمه خوراکي توکي واستول شول.د بلخ ولایت د ارزاقو لوی مدیر محمدکاظم مهدي یار وایي، چې یاد خوراکي توکي د کتنې پلاوي په شتون کې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۹ - ۱۵:۱۱
Background image

د بدخشان پوهنتون ته اته قلمه خوراکي توکي ولېږدول شول

د بدخشان ولایت د ارزاقو امارتي شرکت مسوولین وایي، چې اته قلمه خوراکي توکي د کندز ولایت د ارزاقو شرکت له ګدامونو څخه بار او د بدخشان ولایت پوهنتون ته انتقال شول. دوی زیاتوي، چې یاد. . .

BACK TO NEWS

Latest

LatestShow all