د انټرنېټ د تدارک لپاره د داوطلبۍ اعلان

org_admin
T

Publish Date

Closing Date

Location پته: د مرکزی سیلو ترڅنګ، دریمه ناحیه، کابل - افغانستان

د ارزاقو امارتي شرکت، د خپل مرکزي دفتر لپاره د(Microwave) ټکنالوژۍ د (P2P) 25MB  سرعت لرونکي انټرنېټ د برابرولو او تدارک یو کلن تړون ترسره کوي.

د انټرنېټي خدمتونو ټول شرکتونه او غوښتونکي، چې په یاده داوطلبۍ کې د ګډون لېوالتیا لري، کولای شي د نرخ ‌اخیستنې اړوند سافټ فورم، له لاندې لېنک څخه ترلاسه کړي او خپل آفرونه د تدارکاتو د قانون له شرایطو سره سم په تړلې بڼه د اعلان د خپرېدو له نېټې څخه تر (۷) کاري ورځو پورې، د ارزاقو امارتي شرکت د تدارکاتو آمریت د خریداري مدیریت ته وسپاري.

یادونه: د آفر پرانېستلو غونډه په ټاکل شوې نېټه ترسره کېږي؛ ناوخته رسېدلي او پرلیکه آفرونه د منلو وړ نه دي.

پته: د ارزاقو امارتي شرکت، د مرکزي سیلو ترڅنګ، درېیمه ناحیه کابل - افغانستان

 

More tenders

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۳ - ۱۵:۱۲ پته: د مرکزی سیلو ترڅنګ، دریمه ناحیه، کابل - افغانستان
Background image

 د داوطلبۍ خبرتیا؛

د امارتي شرکتونو لوی ریاست اړوند د ارزاقو امارتي شرکت د خپلو مرکزي او ولایتي دفترونو لپاره (۹) قلمه ټکنالوژیکي وسایلو( کمپیوټر، پرنټر او ...) ته اړتیا لري.  په دې توګه له ټولو هغه . . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۳:۲۹ پته: د مرکزی سیلو ترڅنګ، دریمه ناحیه، کابل - افغانستان
Background image

د مزایدې/ داوطلبۍ خبرتیا

د امارتي شرکتونو لوی ریاست اړوند د ارزاقو امارتي شرکت په پام کې لري، چې خپل اړوند جایداد څخه یو باب لوی سالون، چې درې خونې، دوه دهلیزونه او یو پخلنځی په کې شامل دي، د مرکزي سیلو مخې ته . . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۹:۵۳ پته: د مرکزی سیلو ترڅنګ، دریمه ناحیه، کابل - افغانستان
Background image

د داوطلبۍ/مزایدې خبرتیا

د غزني ولایت د ارزاقو لوی مدیریت په پام کې لري، چې خپل اړوند جایداد، چې د مقر ولسوالۍ په بازار کې د ۴۹۲۱ مربع متره ځمکې پر سر موقعیت لري. ۳۳.۵ بابه هټۍ او یو باب ګدام پکې شامل دي، د . . .

Back to tenders