د بامیانو پوهنتون لیلیې ته لس قلمه خوراکي توکي ولېږدول شول
د ارزاقو امارتي شرکت د خپلو بنسټیزو فعالیتونو او سوداګریزو پلان له مخې؛ تېره ورځ د بامیانو ولایت د پوهنتون لیلیې ته لس قلمه خوراکي توکي ولېږدول.
د بامیانو ولایت د ارزاقو مدیر نعمت الله رحمتي وویل، چې ارزاقو امارتي شرکت ژمن دی، څو د شویو تړونونو له مخې غوره او باکیفیته خدمتونه وړاندې کړي. د هغه په وینا؛ د بامیانو پوهنتون د غوښتنې پر اساس یاد توکي د پوهنتون لیلیې ته ولېږدول شول او د کتنې پلاوي په شتون کې اړوند مسوول ته وسپارل شول.
رحمتي زیاته کړه چې په دغو خوراکي توکو کې؛ ۴۸۰۰ کیلوګرامه وریجې، ۷۶۹ کیلوګرامه لوبیا، ۹۶ کیلوګرامه نخود، ۳۸۴ کیلوګرامه مالګه، ۶۲۴ کیلوګرامه بوره، ۳۶ کیلوګرامه شین چای، ۷ کیلوګرامه زیره، ۱۲ کیلوګرامه د دیګ مساله، ۵ کیلوګرامه زردچوبه او ۲۴۰ کیلوګرامه رُب شامل دي.
نوموړي همداراز وویل، چې د پوهنتون د لیلیې مدیر د ارزاقو امارتي شرکت له خدمتونو او فعالیتونو څخه خوښي څرګنده کړې او د شویو تړونونو له عملي کېدو یې رضایت ښودلی دی.
