د بدخشان ولایت د روغتیايي زده کړو انستیتیوت ته ۱۵ قلمه خوراکي توکي ولېږدول شول
د بدخشان ولایت د ارزاقو مدیر فضل الرحمن فضلي وايي، چې د دې ولایت د عامې روغتیا اړوند روغتیايي زدهکړو انستیتیوت لیلیې ته ۱۵ قلمه خام او تازه خوراکي توکي لېږدولي دي.
فضلي زیاتوي، چې یاد توکي تېره ورځ د کتنې پلاوي په شتون کې د روغتیايي زده کړو انستیتیوت اړوند مسوول ته وسپارل شول.
د ارزاقو مدیر په وینا؛ په یادو خوراکي توکو کې؛ ۱۸۹۷ کیلوګرامه وریجې، ۵۲۷ کیلوګرامه مایع غوړي، ۳۴۶ کیلوګرام لوبیا، ۵۲ کیلوګرام وچ چای، ۱۰۵ کیلوګرامه د خواړو مالګه، ۸۴ کیلوګرامه رُب، ۱۵۸ کیلوګرامه وچې شېدې، ۲۱۰ کیلوګرامه بوره، ۳۱۶ کیلوګرامه پیاز، ۳۵۳ کیلوګرامه غوښه، ۶۳۲۴ کیلوګرامه وچه ډوډۍ، ۱۰۵۴ کیلوګرامه کچالو، ۱۴۲۸ کیلوګرامه تازه میوه او ۱۳۲ کیلوګرامه خام نخود شامل دي. نوموړي همداراز له یادو خوراکي توکو سره؛ ۱۳۷۰ کیلوګرامه سوځېدونکې مایع ګاز د لیږد خبر هم ورکړې دی.
هېره دې نه وي، چې ارزاقو امارتي شرکت د خپلو بنسټیزو فعالیتونو، سوداګریز پلان او د ۱۴۰۴ مالي کال پلان پر بنسټ؛ خپلې چارې په منظم ډول پر مخ وړي او دا مهال د هېواد په کچه غوره، منظم او باکیفیته خدمتونه وړاندې کوي.
