د سرپل ولایت د ارزاقو مدیر له روزنتون څخه څارنه او ارزونه وکړه

org_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱/۳۰ - ۱۵:۱۱
Sar

 د سرپل ولایت د ارزاقو لوی مدیر ښاغلي فضل‌الدین"امید" د تېرې اونۍ وروستیو ورځو کې د دغه ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست اړوند روزنتون څخه څارنه او ارزونه ترسره کړه.

ښاغلي امید څرګنده کړه، چې یاده څارنه هغه مهال ترسره شوه، چې د روزنتون لیلیې زده‌کوونکو ته د غرمنۍ خواړه چمتو شوي وو. نوموړي د خوړو د پخلي د څرنګوالي، تنظیم او د وېش د بهیر له کیفیت څخه خوښي وښوده.

همداراز د ارزاقو مدیر زیاته کړه، چې د روزنتون مسوولینو د ارزاقو امارتي شرکت له لوري د اړینو خوراکي توکو پر وخت برابرولو، لېږد او د کیفیت د لوړوالي په اړه ډاډ ورکړی دی.

د یادونې وړ ده، چې د ارزاقو امارتي شرکت پروژې په دوامداره توګه په مرکز او هم په ولایتونو کې د اړونده برخو د مسوولینو له‌ خوا تر څارنې او ارزونې لاندې دي، ترڅو نیمګړتیاو رامنځته نه شي او د کیفیت کچه نوره هم لوړه شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۰:۱۲
Background image

د ارزاقو امارتي شرکت د اجرایوي کمېټې نوبتي ناسته ترسره شوه

د امارتي شرکتونو اړوند د ارزاقو امارتي شرکت د اجرائیوي کمېټې نوبتي ناسته تېره ورځ د شرکت د غونډو په تالار کې ترسره شوه، چې مشري یې د شرکت اجرائیوي رییس مولوي عبدالرازق رفیع کوله.

په دې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۰:۵
Background image

 د کابل ابو علي ابن سینا طبي زده کړو پوهنتون اړوند علي آباد او ستوماتولوژي تدریسي روغتونونو ته خوراکي توکي ولېږدول شول

د امارتي شرکتونو لوی ریاست اړوند ارزاقو امارتي شرکت د خپلو بنسټیزو فعالیتونو، خدمتونو او سوداګریز پلان له مخې؛ د کابل ابو علي ابن‌سینا طبي زده کړو پوهنتون اړوند علي‌آباد او ستوماتولوژي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۸:۴۷
Background image

د ارزاقو امارتي شرکت اجرائیوي رییس شمال او شمال ختیځو ولایتونو ته رسمي سفر وکړ

د امارتي شرکتونو لوی ریاست اړوند د ارزاقو امارتي شرکت اجرائیوي رییس مولوي عبدالرازق رفیع دپنځلس ورځني رسمي سفر په ترڅ کې د هېواد شمال او شمال ختیځو ولایتونو د ارزاقو له مدیریتونو څخه. . .

BACK TO NEWS

Latest

LatestShow all