د سوداګري تفاهم‌ لیکونو مدیر

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۸ - ۱۳:۴۰
J

Publish Date

Closing Date

Location

پته: د مرکزی سیلو ترڅنګ، دریمه ناحیه، کابل - افغانستان

د دندې عنوان : د سوداګري تفاهم‌ لیکونو مدیر

اداره: د ارازاقو امارتي شرکت
بست: پنځم
د بست شمېر: ۱
د بست کود: ARZAQ-1404-31
میاشتنی معاش: د شرکت د معاشونو د سکیل مطابق
د کار ځای: کابل
راپور وړاندې کول: د شرکت د سوداګریزو چارو پراختیا آمریت ته
راپور اخیستل له:  تر اثر لاندې کارکوونکو څخه
د اعلان نېټه: ۱۸/۹/۱۴۰۴
د غوښتنلیک سپارلو ورستۍنیټه: ۷/۱۰/۱۴۰۴


د دندې موخه (لنډیز)

د ارزاقو امارتي شرکت د سوداګریزو تفاهم‌لیکونو تنظیم او مدیریت، د شرکت له سوداګریزو شریکانو سره د شرکت د پالیسۍ، قانوني اسنادو او ستراتیژیکو موخو مطابق.


دندې او مسؤلیتونه:

  1. د میاشتني، درې میاشتني او کلني کاري پلان ترتیبول دسوداګریز پلان سره سم، د شرکت ټاکل شویو اهدافو د ترلاسه کولو  په موخه.
  2. د تفاهم‌لیکونو ترتیب او تنظیم، د دولتي ادارو او خصوصي سکتورونو سره د شرکت د ودې او پرمختګ لپاره.
  3. د طرزالعملونو او رهنمودونو ترتیب او مشورې ورکول، په ځانګړې  ډول د شریکانو سره د تفاهم‌لیکونو مطابق.
  4. د تفاهم‌لیکونو د بن‌ بست ستونزو لپاره د مناسب او مؤثر حل لارې موندل.
  5. د تفاهم‌لیکونو د اجراء او همغږۍ څارنه د شرکت له شریکانو او اړونده برخو سره.
  6. د اړونده برخو سره همغږي رامنځته کول، د ستونزو د حل او د شرکت د موخو د ترلاسه کولو لپاره.
  7. د فعالیتونو او لاسته راوړنو راپورونه وړاندې کول (میاشتنی، درې میاشتنی، کلنی او د اړتیا په وخت کې) د شرکت رهبرۍ ته.
  8. د مقاماتو لخوا سپارل شوې نورې دندې د قوانینو، مقرراتو او د ادارې اهدافو مطابق ترسره کول.

زده کړه، تجربه او مهارتونه:

زده کړې:

  • لږ تر لږه د لیسانس سند درلودل په سوداګرۍ او اداره، اقتصاد، عامه اداره، حقوق/سیاسي علوم، مالي مدیریت او حسابداري، یا نورو اړونده برخو کې.
  • د ماسټري سند لرونکو ته لومړیتوب ورکول کیږي.

تجربه:

  • د لیسانس لرونکو لپاره لږ تر لږه ۱ کال په اړونده برخه کې تجربه درلودل.

مهارتونه:

  • په پښتو او دري ژبو باندې پشپړ واکمني او له انګلیسي ژبې سره بلدتیا درلودل.
  • د کمپیوټر پروګرامونو (MS Office, Outlook) او نورو اړونده دفتري پروګرامونو او انټرنېټ کارولو مهارت درلودل.
  • د نافذه قوانینو لکه (د کار قانون، د امارتي شرکتونو قانون، د ارزاقو امارتي شرکت اساسنامې، د سوداګرۍ قوانین او نورو) باندې پوهاوی درلودل
  • د دولتي او غیردولتي ادارو سره د مسلکي اړیکو د ټینګولو وړتیا لرل.
  • د افهام او تفهیم وړتیا درلودل.

د نوماندۍ لارښوونې:

  • مینوال، چې پورتنی شرایط پوره کولی شي، خپل سی‌وي (CV) د دندې له عنوان او د بست له کود سره په Subject کې د شرکت د کارکوونکو چارو آمریت ته دې تر ۷/۱۰/۱۴۰۴ نیټې پورې لاندې برښنالیک ته واستوي.
    jobs@arzaq.gov.af
  • یادونهیواځې له هغو کاندیدانو سره به اړیکه نیول کېږي، چې شارټ‌ لیست شي.

د نورو معلوماتو لپاره، د کارکوونکو چارو آمریت سره په دې شمېره اړیکه ونیسئ. 020-2500043

Documents

Link File

Related VacanciesShow all

Back to vacancies