د غور ولایت د ارزاقو لوی مدیر؛

org_admin
شنبه ۱۴۰۴/۲/۶ - ۱۳:۱۴
job

Publish Date

Closing Date

Location

Beside of Central Silo, 3rd District, Kabul - Afghanistan

د دندې سرلیک : د غور ولایت د ارزاقو لوی مدیر

اداره:  د ارزاقو امارتي شرکت

بست: څلورم (۴)

د بست شمېر: (۱) بست

د بست کود: ARZAQ-1403-178
میاشتنی معاش: د شرکت د معاشونو سکیل سره سم

د دندې ځای: غور ولایت

راپور ورکول  د شرکت اجرائیوي کمیټې ته

راپور اخیستنه: د لاس لاندې کارکوونکو څخه

د اعلان نېټه: 06/02/1404

د غوښتنلیک سپارلو ورستۍ نېټه :  27/02/1404


د دندې د موخې (لنډیز):

د شرکت د پروژو مدیریت، همغږي او تنظیم  او د ارزاقو امارتي شرکت د نمایند‌ګۍ د چارو پلي کول.


صلاحیتونه او مسؤلیتونه:

تخصصي دندې:

  1. د اداري او حسابي چارو لارښوونه، کنټرول او څارنه د نافذه قوانینو او مقرراتو په چوکاټ کې.
  2. د شرکت له خوا د پلان شوو منابعو او پانګونې څخه اغیزمنه استفاده د قانوني صلاحیتونو په حدود کې.
  3. د شرکت نمایندګي په قراردادونو، د توکو رسولو او د وېش په بهیر کې ترسره کول.
  4. د خصوصي سکتور او مصرفوونکو ادارو جلب، د شرکت د اساسنامې او دولتي شرکتونو د قانون په پام کې نیولو  سره .
  5. د توکو راوړل، زېرمه کول او وېش د قرارداد له مخې ترسره کول.
  6. له جایدادونو سالمه استفاده، ساتنه او پر وخت په کرایه ورکول د عوایدو لوړولو لپاره.
  7. د حسابي چارو همغږي، د نقدي او غیر نقدي شتمنیو څارنه او د حسابي اسنادو تنظیمول او استول اړوندو دفترونو ته.

مدیريتي دندې:

  1. د میاشتنی، ربعوار او کلنی پلان ترتیب، د ادارې له پلان سره سم او د تطبیق راپور ورکول.
  2. د اجرائیه نظم او ډسپلین رامنځته کول او له سیمه‌ییزو دولتي ادارو سره ښې کاري اړیکې جوړول.
  3. د مالي او حسابي چارو میاشتنی، ربعوار او کلنی راپورونه مرکز ته وړاندې کول.
  4. د کارکوونکو اجرااتو څارنه، د هغوی اروزنه او پرمختګ.
  5. د معلوماتو راټولول، تحلیل او ارزونه او د راپور وړاندې کول مرکز ته د نورو اجرااتو لپاره؛
  6. د دندو وېش، څارنه او د مسوولو مقاماتو د اوامرو او هدایتونو پلي کول.
  7. نورې دندې چې د مسوولو مقاماتو له خوا، د قوانینو، مقرراتو او موخو له مخې ور سپارل کېږي، ترسره کول.

د همغږۍ دندې:

  1. د لیلیو، روغتونونو او نورو اړوندو ادارو مسوولینو سره د غوښتنو ترلاسه کولو همغږي پیاوړې کول.
  2. له اړوندو برخو کې د چارو د ښه انسجام په موخه ښه همغږي رامنځته کول.

زده کړه، تجربه او اړین مهارتونه:

زده کړې:

  • لږ تر لږه د لیسانس سند په اقتصاد، اداره، تجارت، عامه پالیسي، عامه اداره، حقوق یا سیاسي علومو کې.
  • د ماسټري سند لرل اړونده برخه کې لومړیتوب بلل کېږي.

تجربه:

  • د لیسانس لپاره لږ تر لږه ۲ – ۳ کاله په یاده برخه کې کاري تجربه درلودل.
  • د ماسټر لپاره لږ تر لږه ۱ کال په یاده برخه کې کاري تجربه درلودل.

نور مهارتونه:

  • په پښتو یا دري ژبو کې روانې خبرې او لیکنې کول او له انګلیسي ژبې سره بلدتیا درلودل.
  • د کمپیوټر پروګرامونو کې مهارتونه: لکه MS Office, Outlook او نور اړوند انټرنټي او دفتري پروګرامونه.
  • اداري، مدیريتي او حسابي مهارتونه.
  • د نافذه قوانینو په اړه بشپړ پوهاوی (د کار قانون، د دولتي شرکتونو قانون، د ارزاقو امارتي شرکت اساسنامه او نور) درلودل.
  • له دولتي او غیر دولتي ادارو سره د مسلکي اړیکو جوړولو وړتیا درلودل.
  • د افهام او تفهیم توانایي درلودل.

د نوماندۍ لارښود:

  • مینوال چې  پورتنی شرایط پوره کولی شي، خپل سی‌وي (CV) د دندې له عنوان او د بست له کود سره په Subject کې د شرکت د کارکوونکو چارو آمریت ته دې تر ۱۴۰۴/۰۲/۲۷ نیټې پورې لاندې برښنالیک ته واستوي.
    jobs@arzaq.gov.af –
  • یادونه: یواځې له هغو کاندیدانو سره به اړیکه نیول کېږي، چې شارټ‌لیسټ شي.
  • د نورو معلوماتو لپاره، د کارکوونکو چارو آمریت سره په دې شمېرې اړیکه ونیسئ.  020-2500043

Documents

Ghor
bst_mdyryt_mwmy_arzaq_ghwr.pdf

Related VacanciesShow all

Back to vacancies