د پکتیکا پوهنتون استادانو ته ۸ قلمه خوراکي توکي ولېږدول شول
ارزاقو امارتي شرکت د خپلو بنسټیزو فعالیتونو او خدمتونو په لړ کې، تېرې ورځ ۵۱ تنه مسافرو استادانو ته خوراکی توکي ولېږدول.
د پکتیکا ولایت د ارزاقو مدیریت مالي او اداري مدیر کلیم الله ابراهیمي په رالېږلي معلوماتو کې ویلي، چې یاد خوراکي توکي د کتنې پلاوي په شتون کې د پوهنتون اړوند مسوول ته وسپارل شول.
د نوموړي په وینا؛ په دغو خوراکي توکو کی ۹۱۸ کیلوګرامه وریجې، ۹۸کیلوګرامه لوبیا، ۲ کیلوګرامه د چای هیل، ۷۳ کیلوګرامه مالګه، ۳۴۴ کیلوګرامه مایع غوړي، ۵ کیلوګرامه د دیګ رنګ شیرین، ۱۱۵ کیلوګرامه میده بوره او ۷ کیلوګرامه شین چای شامل دي.
د یو بل خبر له مخې: د سرپل ولایت د ارزاقو مدیریت مالي او اداري مدیر فضلالدین امید هم ویلي، چې نن یې د کار او ټولنیزو چارو ریاست اړوند روزنتون څخه لیدنه کړې ده. هغه د لیدنې پر مهال د پخلي او خوړو د وېش لړۍ له نږدې څارلې او ارزولې ده.
د یادونې وړ ده، چې د ارزاقو ام ارتي شرکت له لوري د خوراکي توکو د لېږد او وېش بهیر د هېواد په کچه د دې شرکت د ولایتي مدیرانو له خوا په دوامداره توګه څارل او ارزول کېږي.
