په ارزګان ولایت کې؛ د پوهاند غضنفر روغتیايي علومو انیستیتوت ته ۱۷ قلمه خوراکي توکي ولېږدول شول

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۱ - ۱۲:۴۱
U

د ارزاقو امارتي شرکت د خپلو بنسټیزو فعالیتونو، سوداګریز پلان او د روان مالي کال د منظور شوي پلان له مخې؛ تیره ورځ د ارزګان ولایت د پوهاند غضنفر روغتیايي علومو انیستیتوت ته ۱۷ قلمه د اړتیا وړ خوراکي توکي لېږدولي دي.

دارزګان ولایت د ارزاقو مدیر اخترمحمد شیرزی وايي، چې دغه توکي د یاد انستیتوت د زده کړیالانو د یوې میاشتې اړتیاوو د پوره کولو په موخه برابر او لېږدول شوي دي.

شیرزي زیاته کړه، چې په لېږل شویو توکو کې خام (حبوبات) توکي په یو وخت کې ولېږدول شول او تازه توکي په ورځني ډول لېږدول کېږي.

نوموړي څرګنده کړه، چې په یادو خوراکي توکو کې؛ ۸۲۵ کیلوګرامه وچه ډوډۍ، ۲۱۲ کیلوګرامه وریجې، ۶۶ کیلوګرامه مایع غوړي، ۱۶.۵ کیلوګرامه د خواړو مالګه، ۹۹ کیلوګرامه لوبیا، ۲۴.۷۵ کیلوګرامه بوره، ۲۴،۷۵ کیلوګرامه وچې شیدې، ۳.۳ کیلوګرامه چای، ۴۹،۵ کیلوګرامه د غوايي نرمه غوښه، ۲۴.۷۵ کیلوګرامه پیاز، ۴۹،۵ کیلوګرامه تازه بانجاني رومي، ۹۹ کیلوګرامه کچالو، ۸۲،۵ کیلوګرامه بامیه، ۸۲،۵ کیلوګرامه تور بانجان، ۸۲۵ ګرامه د دیګ مساله، ۸۲،۵ کیلوګرامه ګلپي او ۴۱۲.۵ کیلوګرامه مڼې شاملي دي. سربېره پر دې؛ ۹۰.۷۵ کیلوګرامه سوزونکی مایع ګاز هم یاد انستیتوت ته ولېږدول شو.

د یادونې وړ ده، چې د ارزاقو امارتي شرکت له خوا د خوراکي توکو د لېږد او وېش پروسه د هېواد په کچه د یاد شرکت د ولایتي مدیرانو له‌ خوا په دوامداره توګه څارل او ارزول کېږي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۱ - ۱۵:۲۷
Background image

 د ارزاقو امارتي شرکت فعالیتونه مخ پر وده دي

د نشراتو مدیریت

ارزاقو امارتي شرکت د خپلو اغېزمنو او پراخو خدمتونو له لارې توانېدلی، چې دولتي او غیردولتي ادارو ته اړین خوراکي توکي پر وخت او په لوړ کیفیت ورسوي. سږکال د دې شرکت د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۱ - ۱۵:۱۹
Background image

په غزني ولایت کې د ارزاقو امارتي شرکت پر ځمکه د سوداګریز مارکیټ د جوړېدو چارې روانې دي

په غزني ولایت کې د ارزاقو امارتي شرکت پورې اړوند جایداد باندې د یوې سوداګریزې پروژې د تطبیق چارې په چټکۍ سره روانې دي.

دغه پروژه د مشارکتي قرارداد له مخې؛ یوه خصوصي شرکت ته ورکړل شوې،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۱ - ۱۵:۱۰
Background image

 د کونړ سید جمال الدین پوهنتون ته ۱۰ قلمه خوراکي توکي ولېږدول شول

د کونړ د ارزاقو مدیر کریم خان کلیوال وویل، چې د تیرې ورځ یې د سیدجمال الدین افغاني پوهنتون لیلیې ته لس قلمه خوراکي توکي لیږدولي دي.

نوموړی زیاتوي، چې په یادو خوراکي توکو کې وریجې، غوړي. . .

BACK TO NEWS

Latest

LatestShow all