د دندې عنوان: د پانګونې جلب مدیر؛

Publish Date
Closing Date
Location
پته: د مرکزي سیلو څنګ ته – دریمه ناحیه کابل، افغانستان
د دندې عنوان: د پانګونې جلب مدیر
اداره: د ارزاقو امارتي شرکت
رتبه: ۵
د بستونو شمېر: ۱
د بست کود: ARZAQ-1403-32
معاش: د شرکت د معاشاتو د کړنلارې سره سم
د کار ځای: مرکز (مرکزي دفتر)
راپور ورکول: د پانګې جلب آمریت ته
د اعلان نېټه: : 12/10/1403
د غوښتنلیک وروستۍ نېټه: 25/10/1403
د دندې موخه:
د پانګې جلب په برخه کې د معلوماتو راټولول، تجزیه او تحلیل کول او د پانګې راجلبولو لپاره وړاندیزونه وړاندې کول.
دندې او مسؤلیتونه:
- د میاشتني، درې میاشتني او کلني کاري پلانونو جوړول او تطبیق.
- د داخلي او خارجي پانګهوالو د جلب لپاره وړاندیزونه وړاندې کول.
- د پانګهوالو لپاره ځانګړې ډیټابیس جوړول او معلومات تحلیلول.
- د دولتي، غیر دولتي ادارو او پانګهوالو سره مسلکي اړیکې ټینګول.
- د مالي او اقتصادي ارزونو ترسره کول.
- د فعالیتونو او لاسته راوړنو په اړه منظم راپورونه وړاندې کول.
شرایط او اړتیاوې:
- تعلیم: لږ تر لږه د اقتصاد، سوداګرۍ مدیریت، عامه اداره یا ورته برخو کې لیسانس (ماستري ته لومړیتوب ورکول کېږي).
- تجربه:
- د لیسانس لپاره لږ تر لږه ۳ کاله اړوند تجربه.
- د ماستري لپاره لږ تر لږه ۲ کاله اړوند تجربه.
- مهارتونه:
- په یوه ملي ژبه (پښتو یا دري) باندې تسلط او د انګلیسي ژبې سره بلدتیا.
- د کمپیوټر پروګرامونو (MS Office, QuickBooks) بشپړ مهارت.
- د قوانینو او مقرراتو په اړه پوهه او د مسلکي اړیکو جوړولو وړتیا.
د غوښتنلیک لارښوونه:
علاقمند کسان چې یاد شرایط پوره کوي، کولی شي خپل سیوي (CV) د دندې عنوان او کود سره په Subject کې د ایمیل له لارې jobs@arzaq.gov.af ته واستوي.
یادونه: یوازې د شارټلیست شویو کسانو سره اړیکه نیول کېږي.