تخار ولایت کې د ارزاقو امارتي شرکت ځمکه راوګرځول شوه؛

د تخار ولایت د ارزاقو لوی مدیر عبدالرحمن صاحبزاده په خپل رالیږلي خبرپاڼه کې ویلي، چې د اشکمش ولسوالۍ د ارزاقو شرکت پورې تړلې څه د پاسه یو نیم جریب ځمکه، چې له ډېرو مودو مخکې د دغه شرکت له واکه وتلې وه، بېرته د ګډ هیئت په شتون کې راوګرځول شوه او د ارزاقو مدیریت ته وسپارل شوه.
د صاحبزاده له قوله؛ د ارزاقو امارتي شرکت د دې ځمکې د راګرځولو په مهال د تخار ولایت مقام، امر بالمعروف او نهي عن المنکر، استخباراتو، امنیه قوماندانۍ، ښارجوړونې او د پوهنې ادارو استازو حضور درلود او د ارزاقو املاکي ځمکه د نوموړي شرکت مدیریت ته تسلیم شوه.
دا په داسې حال کې ده چې دوه اونۍ وړاندې په کونړ ولایت کې هم د سالار باغ د سیمې ۲۰۰۰ متر مربع ځمکه، چې لسیزې وړاندې د ارزاقو شرکت له واکه وتلې وه، د یاد مدیریت په هلو ځلو بېرته راوګرځول شوه او اړوند مدیریت په واک کې ورکړل شوه.