د سمنګانو ولایت د ارزاقو لوی مدیر د کار او ټولنیزو چارو ریاست اړوند روزنتون څخه څارنه وکړه

د سمنګانو ولایت د ارزاقو مدیر ښاغلي حاجي محمدجان وايي، چې وړمه ورځ یې د دغه ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست اړوند روزنتون کې د هلکانو لپاره د غرمنۍ ډوډۍ د وېش بهیر څخه څارنه وکړه، چې د دې څارنې پر مهال د روزنتون مسوولین هم شتون درلود.
د سمنګانو ولایت د ارزاقو مدیر ډاډ څرګندکړ، چې د روزنتون د لیلیې لپاره د خوراکي توکو برابرول او چمتو کول په ښه او منظم ډول ترسره کیږي.
هغه همداراز زیاته کړه، چې دغه شان څارنه د خدماتو د کیفیت په ښه والي او د خوراکي توکو د تمویلونکي شرکت د فعالیتونو په لوړوالي کې مهم او اغېزناک رول لوبوي.
دا په داسې حال کې ده، چې په مرکز او ولایتونو کې د خوراکي توکو د برابرولو او څارنې بهیر د ارزاقو امارتي شرکت له خوا په دوامداره توګه ترسره کیږي.