د داوطلبۍ اعلان

Publish Date
Closing Date
د مخکنیو اعلانونو له مخې؛ د فراه ولایت د ارزاقو لوی مدیریت په پام کې لري، چې دخپل جایداد یو زوړ ګدام ، چې د فراه ښار په درېیمه ناحیه کې موقعیت لري، د داوطلبۍ له لارې په کرايه ورکړي.
په دې هکله دوه ځلې اعلان شوی؛ خو پرته له نعمت الله نومي د غلام حضرت زوی بل هېڅ څوک د داوطلبۍ یا د یاد ګدام د کرايې اخیستلو ته حاضر شوی نه دی.
له ټولو ثبت شوي شرکتونه او هغه اشخاص چې په شرایطو برابر وي او یاد ملکیت ته اړتیا ولري، نو کولای شي خپل غوښتنلیکونه د اعلان له نیټې څخه تر (۷) ورځو پورې، د فراه ولایت د ارزاقو د لوی مدیریت مالي، اداري او املاکي څانګې ته چې د فراه ښار په درېیمه ناحیه کې موقعیت لري وسپاري او پخپله د داوطلبۍپه ورځ حاضر شي. د شرطپاڼې نسخه د بېرته نه ګرځیدو بیې په بدل کې ترلاسه کولای شي او تضمین په نقدي توګه اخیستل کېږي.