د نیمروز ولایت د ارزاقو لوی مدیر له روزنتون څخه څارنه وکړه

د نیمروز ولایت د ارزاقو لوی مدیرښاغلی عبدالرحیم وایي، چې د غويي په اتلسمه نېټه یې د دې ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست اړوند روزنتون څخه څارنه او ارزونه په داسې حال کې ترسره کړه، چې زده کوونکو لپاره د غرمې مهال د پخلي او ډوډۍ وېش بهیر روان و.
نوموړي زیاته کړه، چې د روزنتون لیلیې لپاره د خوراکي توکو برابرول او چمتو کول د ارزاقو امارتی شرکت له خوا په منظم ډول ترسره کېږي. هغه همداراز ډاډ څرګند کړ، چې د یاد روزنتون مسوولین د ارزاقو امارتي شرکت له پروژوي چارو خوښ دي او د خوراکي توکو د لېږد او اکمالاتو په برخه کې خپله خوښي څرګنده کړې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره اونۍ د نیمروز ولایت د ارزاقو مدیریت هڅې او فعالیتونه د کار او ټولنیزو چارو ریاست لهخوا ستایل شوي دي.