د ارزګان ولایت د ارزاقو مدیریت هڅې وستایل شوې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۵ - ۱۱:۱
uroz

د ارزګان ولایت د ارزاقو مدیریت فعالیتونه او هڅې د دې ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست له‌ خوا وستایل شوې.

د ارزګان د ارزاقو مدیریت له‌ خوا په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د یاد مدیریت لوی مدیر اخترمحمد شېرزي ته د غوره خدمتونو او چټکو هڅو په پار د کار او ټولنیزو چارو ریاست له‌ خوا ستاینلیک ورکړل شوی دی.

په خبرپاڼه کې زیاته شوې، چې د ارزګان ولایت د ارزاقو مدیریت د کار او ټولنزو چارو ریاست اړوند روزنتون ته د اړینو خوراکي توکو د لېږد چارو مسوولیت په منظم او ښه کیفیت سره ترسره کوي.

خبرپاڼه زیاتوي، چې د یاد مدیریت له لوري د خوراکي توکو د لېږد تر څنګ؛ د پخلي او د خواړو د وېش پروسې څخه هم په دوامداره توګه څارنه او ارزونه ترسره کېږي.

دا په داسې حال کې ده، چې څو موده وړاندې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د شرکت ګڼ شمېر مدیریتونه هم د غوره خدمتونو د وړاندې کولو له امله ستایل شوي وو.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۱ - ۱۵:۲۷
Background image

 د ارزاقو امارتي شرکت فعالیتونه مخ پر وده دي

د نشراتو مدیریت

ارزاقو امارتي شرکت د خپلو اغېزمنو او پراخو خدمتونو له لارې توانېدلی، چې دولتي او غیردولتي ادارو ته اړین خوراکي توکي پر وخت او په لوړ کیفیت ورسوي. سږکال د دې شرکت د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۱ - ۱۵:۱۹
Background image

په غزني ولایت کې د ارزاقو امارتي شرکت پر ځمکه د سوداګریز مارکیټ د جوړېدو چارې روانې دي

په غزني ولایت کې د ارزاقو امارتي شرکت پورې اړوند جایداد باندې د یوې سوداګریزې پروژې د تطبیق چارې په چټکۍ سره روانې دي.

دغه پروژه د مشارکتي قرارداد له مخې؛ یوه خصوصي شرکت ته ورکړل شوې،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۱ - ۱۵:۱۰
Background image

 د کونړ سید جمال الدین پوهنتون ته ۱۰ قلمه خوراکي توکي ولېږدول شول

د کونړ د ارزاقو مدیر کریم خان کلیوال وویل، چې د تیرې ورځ یې د سیدجمال الدین افغاني پوهنتون لیلیې ته لس قلمه خوراکي توکي لیږدولي دي.

نوموړی زیاتوي، چې په یادو خوراکي توکو کې وریجې، غوړي. . .

BACK TO NEWS

Latest

LatestShow all