د بادغیس ولایت د ارزاقو لوی مدیر له روزنتون څخه څارنه وکړه؛

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۵ - ۱۲:۴
office

د بادغیس ولایت د ارزاقو لوی مدیر محمدجان یوسفي تېره ورځ د دې ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست اړوند روزنتون زده کوونکو ته د پخلي او ډوډۍ د برابرولو او وېش پر مهال څارنه او ارزونه ترسره کړې ده. نوموړی وايي، چې دڅارنې او ارزونې له بهیره د کار او ټولنیزو چارو او عامې روغتیا ریاستونو استازو هم ملتیا کوله.

ښاغلي یوسفي وویل، چې دا مهال په یاد روزنتون کې ۱۶۰ تنه یتیمان او بې‌ سرپرسته ماشومان تر روزنې لاندې دي او اړین خوراکي توکي د ارزاقو امارتي شرکت له‌ خوا برابرېږي.

هغه ډاډ څرګند کړ، چې د روزنتون د لیلیې لپاره د خوراکي توکو برابرول او چمتو کول په ښه او منظم ډول روان دي او د روزنتون مسوولین د ارزاقو امارتي شرکت له چوپړتیاوو خوښ او په دې برخه کې رضایت یې څرګند کړی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې په مرکز او ولایتونو کې د خوراکي توکو د برابرولو او څارنې بهیر د ارزاقو امارتي شرکت له خوا په دوامداره توګه ترسره کیږي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱ - ۱۴:۵۳
Background image

د ارزاقو امارتي شرکت د مدیره پلاوي غونډه جوړه شوه

 د ارزاقو امارتي شرکت د مدیره پلاوي غونډه د دې شرکت د غونډو په خونه کې د مدیره پلاوي د رییس حمیدالله عبداللهي په مشرۍ ترسره شوه.

په یاده غونډه کې د سوداګرۍ وزارت استازي مولوي محمداجمل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱ - ۱۴:۳۹
Background image

د کابل پولي تخنیک پوهنتون لیلیې ته ۱۲ قلمه خوراکي توکي ولېږدول شول

ارزاقو امارتي شرکت د خپلو بنسټیزو فعالیتونو، سوداګریزو چارو او د ۱۴۰۴ مالي کال د پلان له مخې؛ تېره ورځ د کابل پولي تخنیک پوهنتون لیلیې ته ۱۲ قلمه د اړتیا وړ خوراکي توکي لېږدولي دي.

د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱ - ۱۴:۳۰
Background image

د پروان پوهنتون لیلیې ته یولس قلمه خوراکي توکي ولیږدول شول

 د پروان ولایت د ارزاقو مدیر نورالدین مقتصد وویل، چې وړمه ورځ یې د ارزاقو امارتي شرکت له لوري د دې ولایت پوهنتون لیلیې ته ۱۱ قلمه خوراکي توکي لېږدولي دي.

نوموړي زیاتوي، چې په یادو. . .

BACK TO NEWS

Latest

LatestShow all