د کابل پولي تخنیک پوهنتون لیلیې ته ۱۲ قلمه خوراکي توکي ولېږدول شول؛

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۳۰ - ۹:۱۳
Po

ارزاقو امارتي شرکت د خپلو بنسټیزو فعالیتونو، سوداګریزو چارو او د ۱۴۰۴ مالي کال د پلان له مخې؛ وړمه ورځ د کابل پولي تخنیک پوهنتون لیلیې ته ۱۲ قلمه اړین خوراکي توکي لېږدولي دي.

د ارزاقو امارتي شرکت د مرکزي پروژو د تطبیق لوی مدیر قدرت ‌الله ابراهیمي وایي، چې دغه خوراکي توکي د یاد پوهنتون د مسوول د غوښتنې په پام کې نیولو سره برابر او لېږدول شوي دي.

نوموړي زیاتوي، چې په دغو خوراکي توکو کې؛ ۲۰۳۹۸ کیلوګرامه وریجې، ۵۶۴۲ کیلوګرامه مایع غوړي، ۱۶۸۰ کیلوګرامه وطنۍ لوبیا، ۲۸۰ کیلوګرامه وطني لوی نخود، ۱۳۹۰ کیلوګرامه وطنۍ د خواړو مالګه، ۲۳۵۰ کیلوګرامه وطنۍ میده بوره، ۱۴۰ کیلوګرامه شین چای، ۴،۵ کیلوګرامه د چای هیل، ۲۶ کیلوګرامه وطنۍ زیره، ۴۳ کیلوګرامه د دیګ مساله، ۱۷ کیلوګرامه زرد چوبه او ۷۰۰ کیلوګرامه د بانجان رومیو رُب شامل دي.

ابراهیمي څرګندوي، چې دغه توکي د دواړو لوري د کتنې پلاوي په شتون کې د کابل پولي تخنیک پوهنتون لیلیې مسوول ته سپارل شوي دي. د پوهنتون د لیلیې مسوول د ارزاقو امارتي شرکت له خدمتونو خوښي ښودلې او د دوی له فعالیتونو څخه یې بشپړ رضایت څرګند کړی دی.

هېره دې نه وي، چې ارزاقو امارتي شرکت دا مهال د هېواد د ګڼ شمېر پوهنتونونو لیلیو ته د خوراکي توکو د برابرولو او لېږد بهیر چټک کړی دی.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱ - ۱۴:۵۳
Background image

د ارزاقو امارتي شرکت د مدیره پلاوي غونډه جوړه شوه

 د ارزاقو امارتي شرکت د مدیره پلاوي غونډه د دې شرکت د غونډو په خونه کې د مدیره پلاوي د رییس حمیدالله عبداللهي په مشرۍ ترسره شوه.

په یاده غونډه کې د سوداګرۍ وزارت استازي مولوي محمداجمل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱ - ۱۴:۳۹
Background image

د کابل پولي تخنیک پوهنتون لیلیې ته ۱۲ قلمه خوراکي توکي ولېږدول شول

ارزاقو امارتي شرکت د خپلو بنسټیزو فعالیتونو، سوداګریزو چارو او د ۱۴۰۴ مالي کال د پلان له مخې؛ تېره ورځ د کابل پولي تخنیک پوهنتون لیلیې ته ۱۲ قلمه د اړتیا وړ خوراکي توکي لېږدولي دي.

د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱ - ۱۴:۳۰
Background image

د پروان پوهنتون لیلیې ته یولس قلمه خوراکي توکي ولیږدول شول

 د پروان ولایت د ارزاقو مدیر نورالدین مقتصد وویل، چې وړمه ورځ یې د ارزاقو امارتي شرکت له لوري د دې ولایت پوهنتون لیلیې ته ۱۱ قلمه خوراکي توکي لېږدولي دي.

نوموړي زیاتوي، چې په یادو. . .

BACK TO NEWS

Latest

LatestShow all