د ارزاقو امارتي شرکت له لوري د سرپل ولایتي روغتون ته ۷ قلمه خوراکي توکي ولېږدول شول

د ارزاقو امارتي شرکت له لوري د سرپل ولایتي روغتون ته ۷ قلمه خوراکي توکي ولېږدول شول
د ارزاقو امارتي شرکت د خپلو بنسټیزو فعالیتونو، سوداګریز پلان او د ۱۴۰۴ مالي کال منظور شوې پلان پر بنسټ ۷ قلمه خوراکي توکي د سرپل ولایتي روغتون ته ولېږدول.
د سرپل ولایت د ارزاقو مدیر فضل الدین امید وویل، چې نن یې دغه خوراکي توکي د کتنې پلاوي په شتون کې د ولایتي روغتون اړوند مسوول ته وسپارل شول.
نوموړي زیاته کړه، چې په یادو خوراکي توکو کي ؛۷۶۸کیلوګرامه وریجې،۵۰۰ کیلوګرامه بوره،۵۰۰ کیلوګرامه مایع غوړي، ۵۰۰ کیلوګرامه لوبیا، ۱۰۰ کیلوګرامه سره ممیز (کشمش)، ۵۰ کیلوګرامه نورس رُب او ۵۰ کیلوګرامه مالګه شامل دي.
هېره دې نه وي، چې د خوراکی توکو د لېږد او څارنې بهیر په ټول هیواد کې د ارزاقو امارتي شرکت د ولایتي مدیریتونو له خوا په دوامداره توګه ترسره کېږي.