د ارزاقو امارتي شرکت په جایداد باندې د پانګونې خبرتیا !

org_admin
Invest

Publish Date

Closing Date

Location پته: د مرکزی سیلو ترڅنګ، دریمه ناحیه، کابل - افغانستان

ارزاقو امارتي شرکت په پام کې لري، چې د عامه او خصوصي مشارکت د قانون له مخې؛ د جوزجان ولایت د ارزاقو شرکت یوه ټوټه ځمکه، چې مساحت یې(۵۹۰) متر مربع دی، د سرپل او شبرغان عمومي سړک اداري ودانۍ څېرمې ته موقعیت لري. پکې د یو باب موټر مینځلو او شپږ بابه عصري دکانونه د عامه او خصوصي مشارکت له لارې جوړ او له جوړیدو ورسته په میاشتنۍ ډول د (۱۵۰۰۰) افغانیو په بدل کې له جوړونکي شرکت یا شخص سره قرارداد وکړي.

اشخاص او شرکتونه، چې د شرایطو وړ وي او په یاد ملکیت کې پانګونه وکړي، خپلې طرحې او پروپوزلونه د عامه او خصوصي مشارکت (PPP) د قانون سره سم، چې زیاته پانګونه او د جوړیدو، وروسته د ډېرې‌‌کرایې ورکولو توان ولري د اعلان د خپرېدو له نیټې څخه تر ۲۸ ورځو پورې د ارزاقو امارتي شرکت د املاکو آمریت ته، چې د کابل ښار په درېیمې ناحیې د مرکزي سیلو تر څنګ او يا د ارزاقو امارتي شرکت ولایتي مدیریت ته، چې د جوزجان ولایت ښار د سرپل بندر کې موقعیت لري وسپاري.

ترتیب کړې شرطپاڼه د ټاکلې بیې په بدل کې ترلاسه او د طرحو د څېړنې او ارزونې وروسته تضمین په نقدي توګه اخیستل کېږي.

د لازیاتو معلوماتو لپاره غوښتونکي کولی شي¸چې په 2510649 ـ 020  شمېرې اړیکه ونیسي.

More tenders

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۵ - ۱۶:۷ پته: د مرکزی سیلو ترڅنګ، دریمه ناحیه، کابل - افغانستان
Background image

د داوطلبۍ خبرتیا

د پکتیا ولایت ارزاقو مدیریت په پام کې لري، چې خپل اړوند ملکیت دوه بابه ودانۍ له یو جریب ساحې سره، چې د ګردیز ښار مستوفیت سوېل لوری ته موقعیت لري، د آزادې داوطلبۍ له لارې په کرایه ورکړي. . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۶:۷ پته: د مرکزی سیلو ترڅنګ، دریمه ناحیه، کابل - افغانستان
Background image

د داوطلبۍ خبرتیا

د کونړ ولایت د ارزاقو مدیریت په پام کې لري، چې د عوایدو د زیاتوالي په موخه، خپل اړوند (۲۰۰۰) متر مربع اوسپنیز ګدام، چې د سالار باغ په سیمه کې موقعیت لري، د آزادې داوطلبۍ له لارې په . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۵:۵۴ پته: د مرکزی سیلو ترڅنګ، دریمه ناحیه، کابل - افغانستان
Background image

د داوطلبۍ خبرتیا

د پکتیا ولایت ارزاقو مدیریت په پام کې لري، چې خپل اړوند ملکیت دوه بابه فعالې ودانۍ له یو جریب ساحې سره، چې د ګردیز ښار مستوفیت سوېل لوری ته موقعیت لري، د آزادې داوطلبۍ له لارې په کرایه . . .

Back to tenders