خبرتیا
Publish Date
Closing Date
ارزاقو امارتي شرکت د خپلې اساسنامې له مخې، د خوراکي توکو د پېر، پلور او زیرمه کولو او همدارنګه د ادارو/ وزارتونو ته د خوراکي توکو د لېږد په برخه کې مسوولیت لري. اوسمهال د هېواد په ځینو ولایتونو کې د امارتي پوهنتونونو او ځیني روغتونونو لپاره خوراکي توکو پېرلو ته اړتیا لري، ټول لومړی لاس عمده پلورونکي شرکتونه کولای شي، چې د ارزاقو امارتي شرکت، چې د پلازمینې کابل، درېیمه ناحیه، د مرکزي سیلو ترڅنګ موقعیت لري، له ۱۵ د شعبان المعظم ۱۴۴۷سپوږمیز، چې د ۱۴ د سلواغې یا د لوې ۱۴۰۴لمریز سره سمون لري، تر ۲۲ د رمضان المبارک ۱۴۴۷ سپوږمیز – ۲۱ د کب یا حوت ۱۴۰۴ لمریز نېټې پورې د خپلو شرکتونو د ثبت او راجستر لپاره مراجعه وکړي، ترڅو د یادو مواردو په تدارکاتي پړاونو کې د ثبت او راجستر شوي شرکتونو د ګډون لپاره آسانتیاوې رامنځته شي.
د لازیاتو معلوماتو لپاره لاندې شمېرې سره اړیکه نیول شئ.
2510648-020 - 0701018250
