ارزاقو امارتي شرکت، د خوراکي توکو د برابرولو سرچینه؛
ارزاقو امارتي شرکت، نشراتو مدیریت
ارزاقو امارتي شرکت د هېواد په کچه یوازینی دولتي شرکت دی، چې د خوراکي توکو چمتو کول او تر دولتي او غیر دولتي ادارو پورې د رسولو مسوولیت لري. دغه شرکت د خپلو بنسټیزو فعالیتونو له مخې، دولتي ادارو ته د باکیفیته او تازه خوراکي توکو اړتیاوې د شویو تړونونو له لارې پوره کوي.
شرکت له څو کلونو راهیسې د خوراکي توکو چمتو کولو او لېږد په برخو کې ځلانده خدمتونه ترسره کړي او خپل خدمات یې په ۳۴ ولایتونو کې پراخ کړي دي. د شرکت موخه یوازې د خوراکي توکو برابرول نه دي؛ بلکې د خلکو لپاره د کاري فرصتونو رامنځته کول، د بېکارۍ کچه کمول او اقتصادي پراختیا ته وده ورکول هم په کاري لومړیتوبونو کې شامل دي.
همداراز، شرکت په پام کې لري، چې د هېوادوالو لپاره د خوراکي توکو د برابرولو او لېږد ترڅنګ د کاري فرصتونو زیاتولو او د ولس لپاره خدمتونه وړاندې کړي. شرکت هڅه کوي، چې د اقتصادي پراختیا، د ځانبساینې او ملي اقتصاد د پیاوړتیا په برخه کې غوره او پایداره ګامونه اوچت کړي.
په دې برخه کې ملي او سیمهییز سوداګر کولی شي، خپلې پانګې د شرکت په فعالیتونو کې ولګوي، چې دا د هغوی لپاره یو مهم فرصت ګڼل کېږي. د پانګونې له لارې به د سوداګرو شتمنۍ په هېواد کې خوندي پاتې شي او ورسره به د کورنیو تولیداتو کچه لوړه شي.
راځئ چې د ارزاقو امارتي شرکت له خدمتونو او فعالیتونو ملاتړ وکړو، ځکه د شرکت په فعالیتونو کې پانګونه نه یوازې د سوداګرو لپاره فرصت دی؛ بلکې د هېواد د اقتصادي ودې او ملي پرمختګ په برخه کې ارزښتناک ګام هم دی.
