ارزاقو امارتي شرکت د سمنګانو پوهنتون لیلیې ته پنځه قلمه خوراکي توکي ولېږدول
د سمنګانو ولایت د ارزاقو مدیریت له لوري د دې ولایت د پوهنتون لیلیې ته پنځه قلمه اړین خوراکي توکي ولېږدول شول.
د سمنګانو ولایت د ارزاقو مدیر وویل، په دغو توکو کې ۱۲۰۰ کیلوګرامه وریجې، ۱۰۶ کیلوګرامه غوړي، ۱۵۰ کیلوګرامه بوره، ۹ کیلوګرامه شین چای او د چای هیل شامل دي. هغه زیاته کړه، چې له دې توکو سره یو شمېر تازه خوراکي مواد هم لېږدول شوي دي.
د نوموړي په وینا؛یاد خوراکي توکي د ۲۴۰ تنو زده کړیالانو او استادانو د یوې میاشتې اړتیا پوره کولو لپاره برابر شوي، چې د پوهنتون د لیلیې د مسوولینو په غوښتنه د شرکت له لوري چمتو او ولېږدول شول.
د یادونې وړ ده، چې د تېر کال په څېر؛ سږ کال هم ارزاقو امارتي شرکت د خوراکي توکو د برابرولو، چمتو کولو او لېږد په برخه کې دولتي ادارو ته غوره خدمات وړاندې کوي.
