د ارزاقو امارتي شرکت د اجرایوي کمېټې نوبتي ناسته ترسره شوه
تېره ورځ د ارزاقو امارتي شرکت د اجرایوي کمېټې نوبتي ناسته د شرکت د اجرائیوي رییس مولوي عبدالرازق رفیع په مشرۍ ترسره شوه.
په دې ناسته د سوداګریزو چارو د پراختیا رییس مولوي نیک محمد معتصم، د تدارکاتو، املاکو، د سوداګریزو پراختیا، مالي، د پروژو د تطبیق، د کارکوونکو چارو او خدماتو آمرینو، همدارنګه د کنټرول، پلټنې او پلان مدیرانو ګډون کړی و. ناسته د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت پیل شوه.
د ناستې په پیل کې اجرائیوي رییس مولوي عبدالرازق رفیع خبرې وکړې او د شرکت د خدماتو د لا ښه والي پر اهمیت ټینګار وکړ. رفیع وویل، چې د شرکت چارې پر وخت او ښه توګه ترسره او د غوره خدمتونونو لپاره عملي او اغېزمن ګامونه واخیستل شي.
وروسته د اجنډا له مخې؛ پر بېلابېلو موضوعاتو بحث وشو او د ستونزو د حل په موخه یو شمېر مهم موضوعات تر غور لاندې ونیول شول.
همداراز، د اجنډا اړوند زیاتره هغه موضوعات، چې د شرکت له بنسټیزو کاري لومړیتوبونو څخه ؤ، د اجرایوي کمېټې له لوري تأیید او پر نورو موضوعاتو لازمې پرېکړې وشوې. ناسته د دعا په لوستلو سره پای ته ورسېده.
