د ارزاقو امارتي شرکت اجرائیوي رییس بامیان ولایت ته سفر وکړ

org_admin
شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۲:۳۴
L

 د امارتي شرکتونو لوی ریاست اړوند د ارزاقو امارتي شرکت اجرائیوي رییس مولوي عبدالرازق رفیع د یوه دوه ورځني رسمي سفر په ترڅ کې بامیان ولایت ته سفر وکړ.

د دغه سفر موخه په بامیان ولایت کې د ارزاقو امارتي شرکت د اداري چارو، روانو فعالیتونو او د پروژو د تطبیق څرنګوالي څارنه او ارزونه وه، چې د چارو د لا ښه والي لپاره د لازم اقداماتو په اړه بحث ترسره شو. په دغه دوه ورځني سفر کې د ارزاقو امارتي شرکت د سوداګرۍ پراختیا او پانګونې د جلب آمر اسدالله ابراهیمي او د شرکت سکرتر رحماني عمیر هم د اجرائیوي رییس ملتیا کوله.

مولوي عبدالرازق رفیع بامیان ولایت ته د خپل سفر پر مهال د ارزاقو مدیریت له بېلابېلو اداري برخو څخه لیدنه او کتنه وکړه او د اړوندو چارو د ترسره کېدو بهیر یې له نږدې وڅاره. نوموړي د ادارې د فعالیتونو د لا ښه تنظیم، د موجوده امکاناتو د اغېزمنې استفادې او د چارو د چټکتیا په موخه اړوند مسوولینو ته لازمې لارښوونې وکړې.

د بامیان ولایت د ارزاقو لوی مدیر نعمت الله رحمتي د شرکت اجرائیوي رییس ته په دغه ولایت کې د شرکت د پروژو د تطبیق څرنګوالي، اداري چارو، روانو فعالیتونو او نورو اړوندو موضوعاتو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل. نوموړي همدارنګه د چارو د لا ښه والي، د شته ستونزو د حل او د فعالیتونو د پراختیا په موخه یو شمېر وړاندیزونه او غوښتنې له اجرائیوي رییس سره شریکې کړې.

د ارزاقو امارتي شرکت اجرائیوي رییس د یادو معلوماتو او وړاندیزونو تر اورېدو وروسته د اړوندو برخو د چارو د ښه تنظیم او د شته ستونزو د حل په اړه لازمې سپارښتنې وکړې او ټینګار یې وکړ، چې د شرکت اړوند فعالیتونه باید په ښه توګه او مسوولانه ډول پر مخ یووړل شي.

د ارزاقو امارتي شرکت اجرائیوي رییس مولوي عبدالرازق رفیع د خپل دوه ورځني رسمي سفر له پای ته رسېدو وروسته، بېرته خپل کاري دفتر ته راستون شو.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۴:۲۲
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون اړوند میوند تدریسي روغتون ته ۹ قلمه خوراکي توکي ولېږدول شول

د امارتي شرکتونو لوی ریاست اړوند د ارزاقو امارتي شرکت د خپلو بنسټیزو خدمتونو، فعالیتونو او سوداګریز پلان له مخې، په دې وروستیو کې د کابل طبي علومو پوهنتون اړوند میوند تدریسي روغتون ته ۹. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۳:۵۳
Background image

د کابل ابو علي ابن سینا طبي علومو پوهنتون اړوند علي آباد روغتون ته ۹ قلمه خوراکي توکي ولېږدول شول

 د امارتي شرکتونو لوی ریاست اړوند ارزاقو امارتي شرکت د خپلو بنسټیزو فعالیتونو، خدمتونو او سوداګریز پلان له مخې؛ د کابل ابو علي ابن‌سینا طبي زده کړو پوهنتون اړوند علي‌آباد روغتون ته د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۲:۵۵
Background image

د ارزاقو امارتي شرکت اجرائیوي رییس د لوړو زده کړو له وزیر سره وکتل

د امارتي شرکتونو لوی ریاست اړوند د ارزاقو امارتي شرکت اجرائیوي رییس مولوي عبدالرازق رفیع د لوړو زده کړو له وزیر شیخ ندا محمد ندیم سره د دغه وزارت په کاري دفتر کې وکتل.

په دې کتنه کې د. . .

BACK TO NEWS

Latest

LatestShow all

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۴:۲۲
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون اړوند میوند تدریسي روغتون ته ۹ قلمه خوراکي توکي ولېږدول شول

د امارتي شرکتونو لوی ریاست اړوند د ارزاقو امارتي شرکت د خپلو بنسټیزو خدمتونو، فعالیتونو او سوداګریز پلان له مخې، په دې وروستیو کې د کابل طبي علومو پوهنتون اړوند میوند تدریسي روغتون ته ۹. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۳:۵۳
Background image

د کابل ابو علي ابن سینا طبي علومو پوهنتون اړوند علي آباد روغتون ته ۹ قلمه خوراکي توکي ولېږدول شول

 د امارتي شرکتونو لوی ریاست اړوند ارزاقو امارتي شرکت د خپلو بنسټیزو فعالیتونو، خدمتونو او سوداګریز پلان له مخې؛ د کابل ابو علي ابن‌سینا طبي زده کړو پوهنتون اړوند علي‌آباد روغتون ته د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۲:۳۴
Background image

د ارزاقو امارتي شرکت اجرائیوي رییس بامیان ولایت ته سفر وکړ

 د امارتي شرکتونو لوی ریاست اړوند د ارزاقو امارتي شرکت اجرائیوي رییس مولوي عبدالرازق رفیع د یوه دوه ورځني رسمي سفر په ترڅ کې بامیان ولایت ته سفر وکړ.

د دغه سفر موخه په بامیان ولایت کې. . .