د کابل طبي علومو پوهنتون اړوند میوند تدریسي روغتون ته ۹ قلمه خوراکي توکي ولېږدول شول
د امارتي شرکتونو لوی ریاست اړوند د ارزاقو امارتي شرکت د خپلو بنسټیزو خدمتونو، فعالیتونو او سوداګریز پلان له مخې، په دې وروستیو کې د کابل طبي علومو پوهنتون اړوند میوند تدریسي روغتون ته ۹ قلمه د اړتیا وړ خوراکي توکي ولېږدول.
د ارزاقو امارتي شرکت د پروژو د تطبیق مسوولین وايي، چې په دغو خوراکي توکو کې ۱۶۰۰ کیلوګرامه وریجې، ۵۰۰ کیلوګرامه مایع غوړي، ۱۰۰ کیلوګرامه لوبیا، ۱۰۰ کیلوګرامه د نخودو دال، ۲۵۰ کیلوګرامه بوره، ۶۰ کیلوګرامه شین چای، ۶۰ کیلوګرامه د رومي بانجانو رب، ۲۰ کیلوګرامه د دیګ مساله او ۲۰۰ کیلوګرامه وچې شیدې شاملې دي.
د دوی په وینا، دغه خوراکي توکي د معاینې پلاوو په شتون کې د یاد روغتون مسوولینو ته وسپارل شول.
د یادونې وړ ده، چې د ارزاقو امارتي شرکت د لاسلیک شویو تړونونو له مخې، د هېواد د پوهنتونونو لیلیو او یو شمېر نورو دولتي ادارو ته د اړتیا وړ خوراکي توکي په منظم ډول او پر مناسب وخت برابروي او لېږدوي.
