د سرپل ولایت د ارزاقو اداري ودانۍ د جوړېدو له چارو لیدنه وشوه
د سرپل د ارزاقو مدیریت مالي او اداري مدیر فضلالدین امید وویل، چې وړمه ورځ یې د ارزاقو مدیریت د نوي اداري ودانۍ د جوړېدو له چارو څخه لیدنه او څارنه کړې ده.
نوموړي زیاته کړه، چې د ودانۍ د جوړېدو چارې ښې روانې دي او له بشپړېدو وروسته به د ادارې ټولې رسمي او اداري چارې له همدې نوې ودانۍ څخه ترسره شي.
امید څرګنده کړه، چې د جوړېدونکې نوي ودانۍ د کاري کیفیت د ښه والي په موخه یې د ودانیز شرکت مسوولینو ته د ودانیزو توکو د کیفیت او کمیت په اړه یو لړ سپارښتنې هم کړې دي.
د یادونې وړ ده، چې دغه ودانۍ به په راتلونکو دوو میاشتو کې بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
